اوچا: شپږ میلیونه افغانان خوړو ته د نه لاسرسي بېړني وضعیت سره مخ دي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلي، شپږ میلیونه افغانان خوړو ته د نه لاسرسي له کبله سختې شپې او ورځې تېروي.
کابل کې یو کارګر وحیدالله وايي، بې‌وزلي او وزګارتیا یې لامل شوي چې خپلې کورنۍ ته د اړتیا وړ خوړو په موندلو کې پاتې راشي.

سرپل کې یوه ځوان خپله کوژدنه او خواښې په چاکو وژلي

د سرپل د امنیې قومانداني ویاند دین‌محمد نظري سلام‌وطندار ته ویلي چې د دغه ولایت د سوزمه‌کلا ولسوالي د جرمن‌کلا سیمې اوسېدونکي صدرالدین خپله کوژدنه او د هغې مور په چاکو وهلي او وژلي دي.
د نوموړي په وینا، دا پېښه د سرپل د سانچارک ولسوالي په فرشقان سیمه کې شوې ده.

خبریالان: د حکومتي ادارو ویاندویان پر وخت معلومات نه راکوي

یو‌شمېر افغان خبریالان د حکومت د ویاندویانو له لوري دوی ته پر ځنډ د اطلاعاتو د ورکولو او اطلاعاتو ته د نه‌ لاسرسي له امله شکایت کوي.

کابل کې خبریال ذبېح‌الله سروري سلام‌وطندار ته وايي چې د حکومت د ویاندویانو له‌خوا په ځنډ د اطلاعاتو وړاندې کول دوی د اطلاع رسونې په برخه کې له خنډ سره مخ کړي دي.

معلول لوبغاړي: حکومت دې د ورزش زمینه راته برابره کړي

د یوشمېر ورزشي لوبو معلول لوبغاړي د المپیک ملي کميټې څخه غواړي چې دوی ته دې په بېلابېلو ورزشي برخو کې د ورزش زمینه برابره کړي.

ابراهیم دانشي چې شاوخوا شل کاله وړاندې جګړه کې په یوه لاس معیوب شوی وايي، معلولان ورزش ته پوره لاسرسی نه‌لري او باید دې برخې دوی ته پام وشي.

شپږو کلونو کې د افغانستان ناخالص داخلي تولیدات څه باندې شپږ میلیارډ ډالر کم شوي

د نړیوال بانک د رپوټ پر مخې، تېرو شپږو کلونو کې د افغانستان ناخالص داخلي تولیدات څه باندې شپږ میلیارد ډالر کم شوي دي.

رپوټ کې ویل شوي چې د ۱۴۰۱ کال د زمري په ۲۴مه د جمهوري نظام له نړېدو وروسته د افغانستان مخ پر ودې اقتصاد هم سقوط کړی او هېواد کې د نړیوالې ټولنې بشري مرستو ته د اړمنو کسانو کچه لوړه شوې ده.

جوزجان کې یوه کس خپله مور وژلې او جسد یې سوځولی

د جوزجان مرکز شبرغان ښار کې نن پنج‌شنبه یوه کس خپله مور وژلې او جسد یې سوځولی دی.

د جوزجان د امنیې قومندان عبدالستار حلیمي سلام‌وطندار ته ویلي، پېښه نن سهار د شبرغان ښار اړوند «پیر مزید» کلي کې رامنځته شوې ده. د نوموړي په وینا، د امیدالله په نوم یوه کس خپله مور لومړی د چاقو په وسیله وژلې او وروسته یې جسد ته اور اچولی دی.

افغانستان او متحده عربي امارات نن د شل اووره سیالیو لوبلړۍ پیلوي

د افغانستان او متحده عربي اماراتو د کرېکټ ملي لوبډلې نن د درېوو شل اووره سیالیو لوبلړۍ پیلوي.

ټاکل شوې چې د افغانستان او متحده عربي اماراتو لوبډلې به نن شپه ۶:۳۰ بجې په ابوظبۍ نړیوال لوبغالي کې د درېوو شل اووره سیالیو لومړۍ لوبه وکړي.

ا.ا په کابل کې د درې داعشیانو د وژل کېدو خبر ورکړ

د ا.ا د استخباراتو عمومي ریاست پر ټویټر لیکلي چې کابل ښار کې یې درې داعشیان وژلي دي.
دغه ریاست لیکلي چې ځانګړو ځواکونو یې د سلواعې په ۲۴مه، د دوشنبې ماښام د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې اړوند په کارته‌نو سیمه کې د داعش ډلې پر یوه پټن‌ځای پېچلي عملیات وکړل.

له افغانستانه د پخواني شوروي د وتلو کلیزه؛ ا.ا: هېڅ لوری دې د افغانانو د ځورولو هڅه نه کوي

د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد نن له افغانستان څخه د پخواني شوروي ځواکونو د وتلو څلوردېرشمې کلیزې په مناسبت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، څرنګه چې «افغانان» د جګړې په ډګر کې بریالي دي، په تفاهم او تعامل کې هم «رښتیني او ژمن» دي او غوره ده چې هېڅ لوری یې د ځورولو هڅه ونه کړي.

د حکومتي ادارو یوشمېر کارکوونکي: له کوم دلیل پرته له دندو ګوښه شوي یوو

د ملکي ادارو یوشمېر کارکوونکي وايي، له کوم دلیل پرته له دندو لرې شوي او پر ځای يې د اسلامي امارت اړوند کسان ګومارل شوي دي.
د کابل ښاروالي کارکوونکی احمدجواد (مستعار نوم) چې تازه له دندې ګوښه شوی وايي، له ۱۳۶۶ کال څخه تر اوسه یې یاده اداره کې کار کاوه، خو څو ورځې وړاندې یې د اداري اصولو او قوانینو له پام کې نیولو پرته لرې کړی دی.

روزګان کې د یوې کورنۍ سرپرسته: ټول کال مې یتیمانو څپلۍ نه دي پښو کړي

روزګان کې بې‌وزله او بې‌پرسته کورنۍ وايي چې روان سوړ ژمي کې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او بېلابېلې ناروغۍ یې ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.

دغه بې‌پرسته کورنۍ سلام‌وطندار ته وايي چې کور کې د خوړو لپاره څه نه‌لري او په وینا یې، حکومت باید ورسره بېړنۍ مرستې وکړي.