د کابل-جلال‌اباد لویه لاره د ټانکر موټر چپه‌کېدو له امله تړل شوې

د کابل-جلال‌اباد لویه لاره د ماهیپر اړوند سیمه کې د ګازو د یوه ټانکر موټر د چپه‌کېدو له کبله د ټرافیکو پر مخ تړل شوې ده.

د ټولګټو وزارت نن دوشنبه د کب اتمه په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د یادې لویې لارې د پرانېستلو هڅې روانې دي.

غزني کې یوشمېر روږدو کسانو له درملنې وروسته بیا نشې ته مخه کړې

غزني کې پر نشه‌یي توکو یوشمېر روږدي کسان وايي، له درمنلې وروسته یې بیا د نشه‌يي توکو کارونې ته مخه کړې ده. د دوی په وینا، نشه‌يي توکو ته ښه لاسرسی لري او حکومت هم ورته د کار اسانتیاوې برابرې نه کړې؛ نو ځکه بیا پرې اخته شول. راضیه وايي، پنځه کاله کېږي چې نشه‌يي توکي کاروي او دوه ځله یې پريښي، خو بېرته پرې اخته شوې ده.

مهاجر فراهي: د افغاني‌الاصله فرانسوي خبریال دوسیه د نوموړي خبریالۍ پورې اړه نه‌لري

د بې‌پولې خبریالانو سازمان (ار‌اېس‌اف) د افغاني‌الاصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي له نیونې د اندېښنې په څرګندولو سره له ملګروملتونو د نوموړي د خوشې‌کېدو برخه کې د مرستې غوښتنه کړې ده. په همدې حال کې یو‌شمېر خبریالان وايي چې له تاوتریخوالي څخه د ځان ساتنې په موخه «خودسانسوري» ته اړ شوي دي.

کابل کې هټۍ‌وال او د رسټورانټونو مالکان د مالیې له لوړېدو شکایت کوي

کابل کې یوشمېر هټۍ‌وال او د رسټورانټونو مسوولان له دوی څخه د لوړې مالیې له اخیستو شکایت کوي او وايي چې د هرې ورځې په تېرېدو سره د دوی پر عایداتو مالیې لوړېږي.

د کابل ښار یو هټۍ‌وال صمد سلام‌وطندار ته وايي چې د پخوا په پرتله یې کاروبار ۹۰سلنه خراب شوی او د بیې لوړې شوې دي.

کابل کې ۶۴۰زره لوړپوړیزې ودانۍ د هوا د ککړتیا اصلي لامل دي

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسوولان سلام‌وطندار ته وايي چې کابل کې څه باندې ۶۴۰زره ناپلان شوې لوړپوړې ودانۍ شتون لري چې د ژمي په موسم کې د ډبرو له سکرو او نورو نامعیاري توکو څخه د ګرمولو لپاره استفاده کوي چې پلازمېنه کې د هوا د ککړتیا اصلي لامل دي.

له ژونده تېښته؛ له اوو میاشتو راهیسې په ۲۰ ولایتونو کې ۶۲ کسانو ځانونه وژلي

د بې‌وزلۍ کچې له لوړېدو او د اروايي ناروغیو زیاتېدو سره هم‌مهاله هېواد کې د ځان‌وژنې پېښې هم ډېرې شوې دي.
په رسنیو کې د ځان‌وژنې پېښو په اړه د خپرو شویو راپورونو پر بنسټ، له تېرو اوو میاشتو راهیسې په ۲۰ ولایتونو کې ۴۴ ښځینه‌وو او ۱۸ نارینه‌وو ځانونه وژلي دي.

اوچا: افغانستان روان کال د څه باندې څلور میلیارډه ډالرو بشري مرستو ته اړتیا لري

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي، افغانستان په روان زېږدیز کال کې د څلور میلیارډه او ۶۰۰ میلیونه ډالرو بشري مرستو ته اړتیا لري. د اوچا په وینا، په لومړي سر کې یوازې ۲۸ میلیونه او ۳۰۰ زره افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

هلمند کې تېرو جګړو او وچکالۍ ۶۵ سلنه باغونه له منځه وړي

حاجي غلام‌رحیم د هلمند ولایت د موسی‌کلا ولسوالي د کلاب کارېز اوسېدونکی دی. هغه وايي چې د تېرو جګړو او وچکالیو له کبله یې ګڼ‌شمېر باغونه زیامن یا له منځه تللي دي. په همدې حال کې د هلمند د نوزاد ولسوالي اوسېدونکی محمد بیا وايي، د له منځه تللو باغونو د بېرته زرغونولو په موخه ورسره چا همکاري نه‌ده کړې.

بدخشان کې د یوه ځانمرګي برید مخه نیول شوې

د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رییس معزالدین احمدي وايي، د ا.ا ځواکونو نن سهار شاوخوا اته‌نیمې بجې د دغه ولایت په مرکز فیض‌اباد ښار کې د کابل بانک دروازه کې یو ځانمرګی بریدګر موخې ته له رسېدو مخکې وژلی دی.