د بېپولې خبریالانو سازمان (اراېساف) د افغانيالاصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي له نیونې د اندېښنې په څرګندولو سره له ملګروملتونو د نوموړي د خوشېکېدو برخه کې د مرستې غوښتنه کړې ده.
په همدې حال کې یوشمېر خبریالان وايي چې له تاوتریخوالي څخه د ځان ساتنې په موخه «خودسانسوري» ته اړ شوي دي.
کابل کې د یوه خصوصي ټلوېزیون خبریال سیدبلال سادات وايي چې د اسلامي امارت واکمنېدو سره هېواد کې د خبریالۍ دنده له ستونزو سره مخ شوې او ګڼشمېر خبریالان له بېلابېلو ننګونو سره مخ دي.
هغه وویل: «د اسلامي امارت له راتګ سره د خبریالۍ کار له ستونزو سره مخ شوی چې له ډلې یې د اسلامي امارت د چارواکو ناسم چلن او د خبریالانو وهل او ډبول او اقتصادي ستونزې هغه څه دي چې دوی ورسره مخ دي.»
په ورته مهال د افغانستان د خپلواکو رسنیو ملاتړي بنسټ «نی» مسوولان وايي چې څه کم نږدې دوه میاشتو کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۵ پېښې ثبت شوي دي.
د نی مسوول ظریف کریمي وویل: «له بده مرغه چې ۲۰۲۳ کال له پیله د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی او دوه میاشتو کې د تاوتریخوالي ۱۵ پېښې ثبت شوي چې ګواښ، سپکاوی او د خبریالانو نیول شامل دي.»
بلخوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولان وايي چې د افغانيالاصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي قضیه د نوموړي خبریالۍ پورې هېڅ اړه نهلري.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو معین حیاتالله فراهي وویل: «که څه هم فکر کوم چې مرتضی بهبودي د خبریال نوم ده، خو فکر کوم چې دوسیه یې د خبریالۍ کار پورې اړه نهلري. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت خبریالانو ته د اطلاع رسونې غوره زمینه برابره کړې ده.»
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د افغانستان د خپلواکو رسنیو ملاتړي بنسټ له دې وړاندې هم ویلي و چې وا ک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته هېواد کې د ۵۰سلنه غږیزو او تصویري رسنیو فعالیتونه درېدلي او چاپي رسنۍ هم له فعالیته لوېدلې دي.