اسلامي امارت ایران ته: د هلمند سیند د اوبو اړوند د ۱۳۵۱ کال هوکړې ته ژمن یوو

اسلامي امارت د ایران د بهرنیو چارو د وزیر حسین امیر عبداللهیان د هغو څرګندونو په غبرګون کې چې ویلي یې و، د هلمند سیند د ډېرو اوبو ترلاسه کولو لپاره له ټولو لاروچارو کار اخیستلی شو وايي، افغانستان د ۱۳۵۱ کال هوکړې ته ژمن دی، خو وروستیو وچکالیو دواړه لوري اغېزمن کړي دي.

په رسنیزو چارو کې لاسوهنې؛ حکومتي ادارې یې د مخنیوي لپاره هوکړه‌لیکونه لاسلیکوي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، د رسنیو په چارو کې د بېلابېلو حکومتي ادارو د لاسوهنې مخنیوي لپاره له امنیتي ادارو، د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر او بهرنیو چارو وزارتونو سره هوکړه‌لیکونه لاسلیکوي. د هغه په خبره، ا.ا هېواد کې د رسنیز فعالیت ملاتړ ته ژمن دی او دغه وزارت د رسنیزو چارو د تنظیم یوازینی ادرس دی.

وچکالۍ په روزګان کې مېله‌ځایونه سپېره کړي

د روزګان زیاتره سیمې چې پسرلي کې په طبیعي ډول زرغونېږي، د دغه ولایت د اوسېدونکو لپاره د چکر مناسب ځایونه بلل کېږي.
خو د روزګان یوشمېر اوسېدونکي وايي، په دې وروستیو کې وچکالۍ د چکر او مېلو دغه طبیعي ځايونه په بشپړ ډول له منځه وړي دي. دوی غوښتنه کوي چې د چکر د یادو ځايونو د بیارغونې او زرغونتیا لپاره دې کوچني چېک‌ډیمونه جوړ شي.

اتریش کې د ا.ا حکومت د ۳۰ مخالفو څېرو غونډه؛ شنونکي: ناکامه څېرې دي

د ا.ا یوشمېر مخالفې سیاسي څېرې د دویم ځل لپاره نن د اتریش ویانا کې ټول شوي او ټاکل شوې د افغانستان کورنیو مسایلو او د غونډې ګډونوالو ترمنځ د باور پیاوړي کولو پر سر بحث او خبرې وکړي.
دې غونډه کې چې د اتریش د یوه څېړنیز انستیتیوت له لوري جوړېږي، د مخکیني حکومت تر ۳۰ پورې مشران، سیاسي فعالان او دیپلوماتان ګډون کوي.

کابل کې د کثافاتو له ډېروالي شکایت؛ «ښاروالي د پاک‌کارۍ لپاره نه راځي»

د کابل د اوومې او اتمې ناحیو اوسېدونکي دغه سیمه کې د کثافاتو له ډېروالي شکایت کوي او وايي چې کابل ښاروالي له یادو سیمو د کثافاتو لېږد او پاک‌کارۍ برخه کې ناغېړي کوي.

د اوومې او اتمې ناحیو د اړوند سیمو اوسېدونکي سلام‌وطندار ته وايي چې کابل ښاروالي په میاشت کې یو ځل هم له یادې سیمې کثافت نه ټولي.

کابل کې د ودانیزو چارو درول؛ د اوسپنې ویلې‌کولو کارخونو تولیدات کم شوي

د اوسپنې ویلې‌کولو کارخونو د ټولنې مسوولان وايي چې کابل کې د ودانیزو چارو کمېدل لامل شوي چې د اوسپنې ویلې‌کولو کارخونې هېواد کې د فولادو د تولید کچه کمه کړي.
د اوسپنې ویلې‌کولو کارخونو د ټولنې اجرایي رییس عبدالنصیر رشتیا سلام‌وطندار ته وویل چې د فولادو کچې ټیټېدو سره به ګڼ‌شمېر خلک خپلې دندې له لاسه ورکړي.

ننګرهار کې د سرک پر سر د درملو پلور؛ مسوولان: د درملو خپل‌سری پلور بند دی

د ننګرهار مرکز جلال‌اباد ښار په بېلابېلو سیمو کې لاهم یوشمېر خلک د سرک پر سر په غیرمعیاري او خپل‌سري توګه په لاسي کراچیو کې بېلابېل ډوله درمل پلوري.

د سرک پرسر د درملو یوشمېر دغه پلورونکي وايي چې دا یې پلارنی کسب دی او له کلونو راهیسې ورته په میراث پاتې دی.

پروان کې پر شري ناروغۍ د اخته ماشومانو شمېر زیات شوی

شازیه هغه مور ده چې دوه ماشومان یې پر شري ناروغۍ اخته شوي او له څو ورځو راهیسې د پروان ۱۰۰بستر تخصصي روغتون کې بستر دي.

نوموړې زیاتوي، د یادې ناروغۍ د مخنیوي لپاره باید ماشومانو ته یې واکسین ورکړل شي. د شازیه په وینا، پر شري ناروغۍ اخته ماشومان لومړی ټوخی کوي او ورپسې اسهالېږي، تبه کوي او وروسته پرې سرې دانې راخېژي.

سوریه: امریکا دې ژر تر ژره له دغه هېواد څخه ووځي

د سوریې د بهرنیو چارو وزارت له امریکا غوښتنه کړې چې دغه هېواد کې له ترهګرو او بېلتون غوښتونکو څخه له خپل ملاتړه لاس په سر شي.

د سوریې د بهرنیو چارو وزارت په یوې ویناپاڼه کې ویلي چې دغه هېواد له امریکا غواړي چې د ترهګرو او بېلتون غوښتونکو ډلو ملاتړ پرېږدي او له سوریې څخه دې ژر تر ژره ووځي.

 د افغانستان په اړه د ملګروملتونو جوړېدونکې ناسته؛ هند: په مثبت نظر ورته ګورو

د هند د بهرنیو چارو وزیر ویلي، دغه هېواد د افغانستان په اړه دوحه کې جوړېدونکې ناستې ته په «مثبت» نظر ګوري. ویل کېږي چې دغه ناسته به د راتلونکې مې میاشتې په لومړۍ او دویمه د قطر پلازمېنې دوحه کې د ملګروملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټرېش په مشري جوړه شي.

د هند کرېکټ غوره لیګ کې نن دوه لوبې کېږي

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل کې نن ورځ او شپه د څلورو پیاوړو لوبډلو ترمنځ دوه لوبې کېږي. په لومړۍ لوبه کې به راجستان رویلز د رویل چلنجر بنګلور او دویمه سیالي کې به چینای سوپر کنګز له کلکته نایټ‌راډرز سره ولوبېږي.