Asset 1SWN

ای‌پي‌اېل لیګ کې نن سنرایزر حیدراباد له ډيلي کپېټلز سره لوبه کوي

358370

د هند کرېکټ غوره لیګ کې نن سنرایزر حیدراباد له ډیلي کپېټلز سره لوبه کوي. ټاکل شوې چې دغه سیالي نن ماښام ۶:۳۰ بجې د راجېف ګاندي نړیوال لوبغالي کې ترسره شي.

سنرایزر حیدراباد او ډيلي کپېټلز لوبډلې روان ای‌پي‌اېل لیګ کې ښې نه دي ځلېدلي او دواړه لوبډلې د جدول په وروستي ځای کې شتون لري.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

سنرایزر حیدراباد لوبډلې له خپلو کړیو شپږو لوبو څخه یوازې دوه لوبې ګټلي او څلور یې بایللي چې د جدول په نهم ځای کې ده. همداراز ډیلي کپېټلز لوبډلې بیا تراوسه له شپږ لوبو یوازې یوه ګټلې، پنځه یې بایللي او د جدول وروستی ځای یې خپل کړی دی.

د ای‌پي‌اېل لیګ په پرونۍ لوبو کې بیا چینای سوپر کنګز کلکته نایټ‌راډرز او رویل چلنجر بنګلور لوبډلې راجستان رویلز ته ماته ورکړه.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د ای‌پي‌اېل لیګ د جدول په سر کې دا مهال چینای سوپر کنګز له اوو لوبو ۵ ګټلي او په لسو امتیازونو سره لومړی، راجستان له اوو لوبو څلور ګټلي او په ۸ امتیازونو سره دویم، لکناو هم په ورته امتیازونو سره درېیم ځای خپل کړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام