Asset 1SWN

 د افغانستان په اړه د ملګروملتونو جوړېدونکې ناسته؛ هند: په مثبت نظر ورته ګورو

zAneUy41

د هند د بهرنیو چارو وزیر سوبرامانیام جې‌شنکر ویلي، دغه هېواد د افغانستان په اړه دوحه کې جوړېدونکې ناستې په اړه «مثبت» نظر لري.

یو‌شمېر هندي رسنیو پرون شنبه د اپرېل ۲۲مه راپور ورکړی چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر جې‌شنکر د قطر پلازمېنې دوحه کې د ملګروملتونو د سرمنشي انټونیو ګوترېش په مشري د افغانستان لپاره د بېلابېلو هېوادونو د ځانګړیو استازیو جوړېدونکې ناستې ته په مثبت نظر ګوري.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

ویل کېږي چې دغه ناسته به د راتلونکې مې میاشتې په لومړۍ او دویمه د قطر پلازمېنې دوحه کې د ملګروملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټرېش په مشري جوړه شي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر دې ناسته کې د ګډون په اړه ویلي: «موږ دې ناسته د خپل ګډون پر ارزونه بوخت یوو. موږ له مثبت اړخه ورته ګورو، خو زه ګومان کوم چې د وخت په نږدې کېدو سره به اړیکه ونیسوو، خو دا مهال یې په خپله ارزونه بوخت یوو.»

له هغه وروسته چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امینې محمد د افغانستان لپاره د بېلابېلو هېوادونو د ځانګړیو استازیو د غونډې او هلته په‌کې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو موضوع د بحث خبر ورکړ او افغان سیاستوالو او د بشري حقونو فعالانو یې پر وړاندې توند غبرګونونه وښودل، د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټېفان دوجاریک ویلي، د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو موضوع د دولتونو اړوند ده او یوازې هغوی کولای شي چې په اړه یې پرېکړه وکړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

نوموړي زیاته کړې: «واقعیت دا دی چې د ملګرو ملتونو د منشور پر بنسټ، غړي هېوادونه د طالبانو د په رسمیت پېژندلو په اړه پرېکړه کوي. د ملګرو ملتونو سرمنشي پر انعطاف او سټراټېژیک زغم د عملي او اصولي لارې پلوی دی.»

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام