Asset 1SWN

ننګرهار کې د سرک پر سر د درملو پلور؛ مسوولان: د درملو خپل‌سری پلور بند دی

medicines-sold-in-Jalalab-012

د ننګرهار مرکز جلال‌اباد ښار په بېلابېلو سیمو کې لاهم یوشمېر خلک د سرک پر سر په غیرمعیاري او خپل‌سري توګه په لاسي کراچیو کې بېلابېل ډوله درمل پلوري.

د سرک پرسر د درملو یوشمېر دغه پلورونکي وايي چې دا یې پلارنی کسب دی او له کلونو راهیسې ورته په میراث پاتې دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

سمیر چې د جلال اباد ښار د ډنډغاړې په مشهوره سیمه کې پر «پلي لار» درمل پلوري وایي، یوازې د سردرد، ځان‌درد او ځینې نورو ناروغیو لپاره عادي ګولۍ «ټابلیټ» خرڅوي.

نوموړي سلام‌وطندار ته وویل: «هغه وخت چې ډاکټران کم و، نو زما پلار د درمل خرڅولو کسب کاوه او دا چاره اوس موږ ته له پلاره راپاتې ده. له ماسره دومره زیاتې قوي دواګانې نشته او یوازې عادي درمل لکه سر درد، ځان درد او د زکام ګولۍ خرڅوم.»

په ورته وخت کې یوشمېر هغه کسان چې له دغه درمل ‌پلورونکو درمل پېري، وایي، د اړتیا پرمهال ډېری وخت د عادي درملو د پېر لپاره د سرک پر سر درمل پلورونکو ته مراجعه کوي.

د ننګرهار اوسېدونکی نورمحمد چې جلال‌اباد ښار کې کاروبار لري، وايي، کله چې د تبې او سردرد احساس وکړي، ډاکټر او درملتون ته د مراجعې پرځای د سرک پر سر له خلکو درمل اخلي او ترې استفاده کوي.

هغه وویل: «زه دلته کاروبار کوم، ډېری وخت چې مې سردرد وکړي، نو راځم له دې خلکو دوا اخلم، یا ورڅخه د ځان درد، یا هم د ستوني درد ګولۍ وي؛ نو داسې قوي دوا نه اخلم.»

بل‌خوا د ننګرهار روغتیايي مسوولان بیا سلام‌وطندار ته وايي چې جلال‌اباد ښار کې د درملو خپل‌سری پلور بند دی، که پلورونکي یې ونیول شي، مجازات به شي.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست د ارزونې امر  قدرت‌الله ساحل سلام‌وطندار ته وویل چې ټول ښار تر څار لاندې لري او چا ته به اجازه ورنه‌کړي چې په خپل‌سري توګه درمل وپلوري.

هغه وویل: «موږ په قطعي ډول چاته د دې اجازه نه ورکوو چې په خپل‌سري توګه درمل وپلوري. له موږ سره ان ټول درملتونونه راجستر دي او زموږ له اجازې پرته فعالیت نه شي کولای.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې په خپل‌سري توګه د درملو پلور ستونزه نه یوازې ننګرهار، بلکې د هېواد په نورو ولایتونو کې هم لیدل کېږي؛ هغه څه چې روغتیاپالان یې د انسان روغتیا ته له ګټې زیان ډېر بولي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام