کابليان: سر او مال مو خطر کې دي

د کابل ښار اوسېدونکي ښار کې د ناامنیو او جنايي جرمونو له زیاتېدو اندېښنه ښيي او وايي، د وسله‌والو کسانو او غلو حضور لامل شوی، ترڅو دوی ونه‌شي کولی د ښار په کچه په ډاډه زړه تګ راتګ وکړي. د هغوی په وینا، کابل ښار کې د خلکو سر او مال خوندي نه دی.

د پکتياوالو اعتراض؛ د اقرا برنامې تر چتر لاندې د ۱۰۳ ښوونځيو چارې په ټپه ولاړې دي

د پکتيا د مرکز ګردېز اړوند د تېرې په سيمه کې يو شمېر ځوانانو، مشرانو او د ښوونځيو زده کوونکيو د حکومت پر مرکزي او سيمه‌ييزې ادارې اعتراض وکړ چې د ۱۰۳ ښوونځيو جوړېدو چارې چې تېر کال پيل شوې وې، په ټپه درېدلي او د جوړېدو بيا پيل لپاره يې هېڅ هم نه دي کړي.

کندوز؛ پر يوه هستوګنيز کور د هاوان مرمۍ لګېدو کې ۴ کسان وژل شوي

 دا پېښه نن سهار د کندوز ښار «شورابي» سيمه کې شوې ده. د يادې کورنۍ نږدې خپلوان سلام‌وطندار ته وايي، د يادې مرمۍ د لګېدو له کبله د ۲ ماشومانو، يوې مېرمن او يوه هلک په ګډون په کې ۴ کسان وژل شوي دي. د دوی په وينا، د هاوان ياده مرمۍ د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتې له کبله پر يوه هستوګنيز کور لګېدلې ده.

هلمند کې طالبانو د برېښنا پر یوه سب‌سټېشن برید کړی؛ ساتونکي او انجینران يې بیولي

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، طالبانو د هلمند ـ کندهار «دوه‌لارې» سیمه کې د دواړو ولایتونو لپاره د برېښنا پر لوی سب‌سټېشن برید کړی چې تخنیکي توکي يې ځان سره وړي، ځینې يې تخریب کړي او د دې سب‌سټېشن د ساتونکيو ترڅنګ يې دوه انجینران هم ځان سره بيولي دي.

هلمند؛ طالبانو د امنيتي ځواکونو يو شمېر پوستې نيولي

سرچينې وايي، طالبانو د هلمندـکندهار پر لويه لاره د امنيتي ځواکونو پر يو شمېر پوستو بريدونه کړي او هغه يې نيولې دي. خو د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي، امنيتي ځواکونو له ځينو پوستو تکتيکي شاتګ کړی او د بېرته نيولو لپاره يې عمليات پيل شوي دي.

د نجلۍ نړيواله ورځ؛ هغه چې افغانستان کې له تبعیض او تاوتریخوالي سره مخ دي

نوې ځواني د هر چا لپاره له ننګونو ډکه دوره ده خو دغه دوره د نجونو لپاره د هلکانو په پرتله له ستونزو ډېره ډکه وي، ځکه نجونې د هلکانو په پرتله ډېرې زیانمنېدای شي. سره له دې چې نجونې د تنکۍ ځوانۍ پرمهال د کورنیو او ټولنې ډېرې پاملرنې ته اړتیا لري؛ خو برعکس له تبعیض او تاوتریخوالي سره مخ کېږي.

جوزجان؛ طالبان له ښوونکيو او زده‌کوونکيو په زور پیسې اخلي

د جوزجان ولایت د اقچې او مردیان ولسوالیو اوسېدونکي سلام‌وطندار سره خبرو کې شکایت کوي چې طالبانو د خپلې نفوذي ساحې په پراخولو سره د دغو ولسوالیو له خلکو جبري اخاذي کوي.  د سیمې خلک وايي، وسله‌وال طالبان له خلکو په زور نغدې پیسې اخلي او دغه کار لامل شوی چې د سیمې بې‌وزله خلکو ژوند نور هم تریخ شي.

طالبانو د ټرمپ د بريا هيله وکړه؛ د ټرمپ د ټاکنيز ټيم وياند: موږ ستاسو ملاتړ نه منو

طالبانو د امريکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بريا هيله او ملاتړ کړی دی. د تېرې جمعې په ورځ د طالبانو يوه وياند ذبیح‌الله مجاهد له سي‌بي‌اس خبري اژانس سره په ټلفوني اړيکه کې ويلي چې دوی هيله لري ټرمپ يو ځل بيا د امريکا ولسمشرۍ ټاکنو کې بريالی شي.

دانش: طالبان قران او سنت د سولې د بین‌الافغاني خبرو د بنسټ په توګه نه مني

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش په کابل کې د خبرو پرمهال وویل، په بین‌الافغاني خبرو کې د طالبانو بې ځایه ضد دغه خبرې له بن بست سره مخ کړې دي.

 دانش د سولې خبرو کې له منځته راغلي وضعیته نیوکه وکړه او ويې ویل، افغان دولت د سولې په خبرو کې د پرمختګ لپاره د قران او سنت وړاندیز وکړ؛ خو طالبانو د قدرت ترلاسه کولو لپاره قران او سنت ته هم شا کړه او د سولې خبرو د بنسټ په توګه یې شریعت هم ونه مانه.

د بدخشان خواهان ولسوالۍ کې ۲۰ ولسي پاڅون‌کوونکي طالبانو سره يو ځای شوي

د بدخشان سيمه‌ييز مسوولان وایي چې د ياد ولايت خواهان ولسوالۍ کې ۲۰ ولسي پاڅون‌کوونکي طالبانو سره يو ځای شوي دي.

د ياد ولايت امنيې قومندانۍ وايي، ياد شمېر ځواکونه د طالبانو له لوري له کلابندۍ وروسته دوی سره يوځای شوي دي.

د ملکي هوایي چلند ادارې د کام‌ایر الوتکې د ماشین‌اور اخیستو ادعا رد کړه

د ملکي هوايي چلند ادارې یوه خبرپاڼه کې ویلي، د کام‌ایر هوايي شرکت الوتکې منځ کې د اورښودنې الې هوا کې د ټکان خوړلو له کبله د اور لګېدو غلته نښه ورکړې او دا چاره د خلکو د وارخطایي لامل شوې ده. دغه اداره وایي، الوتکه او سپرلۍ دواړه خوندي دي.

د خوړو نړیوال سازمان د نوبل د سولې جایزه وګټله

د نوبل د سولې جایزه سږکال «۲۰۲۰» د خوړو نړیوال سازمان یا (WFP) ته ورکړل شوه. ياد سازمان وايي، دوی هیله لري د يادې جايزې د ترلاسه کولو سره د نړيوالو پام هغو ميليونونو  کسانو ته واړوي چې د لوږې له ګواښ سره مخ دي.

تخار؛ د طالبانو د هاوان توغولو پېښه کې ۷ سرحدي سرتېري وژل شوي

یوه معتبره ولسي سرچینه سلام‌وطندار ته وايي، د دښت‌قلعه ولسوالۍ ای‌خانم تپه کې د سرحدي پولیسو مرکز ته نږدې د هاوان لګېدو پېښه کې ۷ سرحدي سرتېري وژل شوي او ۲ نور ټپيان دي. سرچینې وویل، تراوسه معلومه نه ده چې هاوان د کومې ډلې له خوا توغول شوی دی.