Asset 1SWN

کندوز کې د وريجو د توليد فابريکې بياځلې فعاليت پيل کړ

IMG-20201011-WA0044

 

کندوز کې د فیصلپه نوم د وريجو د پروسس يوې فابريکې چې څو کاله وړاندې يې د جګړو له کبله فعاليت بند شوی و، يو ځل بيا خپل فعاليت پيل کړ.

پر دې فابريکې ۵ ميليونه او ۷۰۰ زره امريکايي ډالره پانګه‌ونه شوې ده.

د يادې فابريکې مسوولان وايي، دا فابريکه ۳۸۴۰ بزګران لري چې دوی ته اصلاح شوی تخم ورکوي او وريجې ورنه ټولوي.

د فیصلپه نوم د وريجو د پروسس فابريکې مسوول خان محمد فروتن وايي، دوی ۸۵ فني کارکوونکي لري چې په ۲۴ ساعتونو کې ۱۴۰ ټنه وريجې پروسس کوي.

د فروتن په وينا، د دوی د فابريکې وريجې تاجکستان او ازبکستان ته هم صادرېږي.

د کندوز والي عبدالستار میرزکوال د يادې فابريکې د پرانيستو په مراسمو کې وويل، د کندوز محلي اداره او د افغانستان حکومت ژمن دی چې له کروندګرو او پانګه‌والو سره هر ډول مرستې وکړي.

میرزکوال له ټولو پانګه‌والو او کسبه‌کارو وغوښتل چې په دې ولايت کې پانګه‌ونه وکړي او زياته يې کړه چې محلي اداره يې د پانګه‌ونې په ساتلو کې ژمن دی.

کندوز د هغو ناامنو ولايتونو له ډلې دی چې د طالبانو په بريدونو کې يې ډېرې فابريکې بندې شوې او پانګه‌والو  ترې خپلې پانګې وويستې.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام