Asset 1SWN

سلام وطندار

د خوړو نړیوال سازمان د نوبل د سولې جایزه وګټله

WFP-ownpsy5fq3gy5727wshm8dazkjmddsoqpxt5rucrro

د نوبل د سولې جایزه سږکال «۲۰۲۰» د خوړو نړیوال سازمان یا (WFP) ته ورکړل شوه.

ياد سازمان وايي، دوی هیله لري د يادې جايزې د ترلاسه کولو سره د نړيوالو پام هغو ميليونونو  کسانو ته واړوي چې د لوږې له ګواښ سره مخ دي.

په ناروې کې مېشتې د نوبل کمېټې پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې دغه سازمان ته‌یې د لوږې په وړاندې د دوی د هڅو په خاطر دغه جایزه ورکړې ده.

د يادې جايزې  ارزښت ۱ اعشاريه ۱ ميليون ډالره دی.

د خوړو نړیوال سازمان جګړه ځپلو سیمو کې د لوږې د کمولو او د خوړو د تامین لپاره کار کوي.

دغه سازمان افغانستان کې هم د جګړو او طبیعي پېښو زیانمنو شویو ته مرستې رسوي.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام