Asset 1SWN

د نجلۍ نړيواله ورځ؛ هغه چې افغانستان کې له تبعیض او تاوتریخوالي سره مخ دي

64008639-DB92-458E-9F39-363D8469460C_cx0_cy8_cw0_w1200_r1-owrc367vom1iayx4gpc2mv00blbu63jgj4wf67djm0

نوې ځواني د هر چا لپاره له ننګونو ډکه دوره ده خو دغه دوره د نجونو لپاره د هلکانو په پرتله له ستونزو ډېره ډکه وي، ځکه نجونې د هلکانو په پرتله ډېرې زیانمنېدای شي. سره له دې چې نجونې د تنکۍ ځوانۍ پرمهال د کورنیو او ټولنې ډېرې پاملرنې ته اړتیا لري؛ خو برعکس له تبعیض او تاوتریخوالي سره مخ کېږي.

له بلې خوا، د نجونو او هلکانو ترمنځ جنسیتي تبعیض لامل شوی چې نجونو ته په دغه دوره کې لږه پاملرنه وشي.

همدا لامل دی چې ملګرو ملتونو د اکټوبر ۱۱مه د نجلۍ نړیواله ورځ نومولې او غوښتنه کوي چې د دغه سازمان غړي هېوادونه له ۱۸ کالو کم عمر لرونکيو نجونو لپاره لا ډېر څه وکړي او تر پخوا ډېر فرصتونه ورته برابر کړي.

دغه دوره کې ډېرې نجونې په خپل بدن کې د فيزیولوژیک تغیراتو په اړه څه نه پوهېږي او له دغو بدلونونو سره مخامخ کېدل ورته له دردونو او وېرې سره مل وي.

خو پوښتنه دا ده چې ولې د میاشتني عادت په څېر یو طبیعي بدلون د نجونو لپاره دومره وېروونکی دی؟

کارپوهان وايي، په افغانستان کې د نوې ځوانۍ د دورې په اړه ډېرې لږې خبرې کېږي. حتا په رسنیو کې معلوماتي او تفرېحي پروګرامونه د لویانو او ماشومانو لپاره خپرېږي حال دا چې د تنکیو ځوانانو لپاره هېڅ ډول پروګرامونه نشته او ډېر داسې کسان شته چې په دې عمر کې له فزیکي بدلونونو خبر ولري.

د ټولنیزو مسایلو کارپوهه راضیه دانش وايي، د نوې ځوانۍ دورې له ننګونو سره د مبارزې لپاره باید د ځوانانو، کورنیو او ټولنې ترمنځ اړیک خط وساتل شي.

راضيه دانش زیاتوي، نه‌شي کولای نوي ځوانان د ماشومانو یا هم د لویانو په قطار کې ودروي، نو له همدې کبله لویان باید د خپلو تجربو له مخې د تنکیو ځوانانو لاس ونیسي او اړینې مشورې ورکړي.

نوموړې وايي، کورنۍ مسوولیت لري چې د خپلو ځوانو شویو نجونو لپاره امکانات برابر کړي، ځکه دغه وخت کې د کس د شخصیت سن جوړښت مومي.

هغې زیاته کړه، باید داسې ښوونیز پروګرامونه چې نجونې د خپلو فزیولوژیکي تغیراتو په ځانګړې توګه د میاشتني عادت په اړه باخبره کړي، جوړ شي، ترڅو د دغې دورې ننګونې په عقدو بدلې نه‌شي.

میاشتنی عادت یو له لویو تغیراتو دی چې نجونې یې د نوې ځوانېدو مرحله کې تجربه کوي.

دغې موضوع دې وروستیو کلونو کې د پوهنې وزارت او د هغو بنسټونو پام را اړولی چې د ښځو او د ماشومانو د حقونو په برخه کې کار کوي.

د پوهنې وزارت ۱۳۹۷ کال کې د یونیسیف ادارې په همکارۍ د «نجونو د قاعدګۍ روغتیا لارښووهنې» په نوم یو چپټر خپور کړ چې د نجونو ښوونځیو کې د درسي مرستې مضمون په توګه تدریس کېږي.

د پوهنې وزارت ویانده نوریه نزهت وايي، د «نجونو د قاعدګۍ روغتیا لارښود» چپټر کې د فزیکي تغیراتو او میاشتني عادت چمتوالي په اړه بحث شوی او د نجونو ښوونځیو کې د یوه بېل مضمون په توګه تدریس کېږي.

د نزهت په وینا، د یوولسمو او دولسمو ټولګیو بیولوژي مضمونونو کې هم د فزیولوژیکي تغیراتو او د نوې ځوانېدو دورې په اړه معلوماتي موضوعات ځای شوي دي.

افغانستان کې د نجلۍ نړیوالې ورځې نه داسې مهال نمانځنه کېږي چې لا هم کوچني عمر کې د نجونو ودول او په بدو کې د نجونو ورکول، د افغان نجونو د ژوند پر وړاندې له لویو ننګونو دي.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام