روژه او د توکو لوړې بیې؛ د بغلان اوسېدونکي: پر هټیو دې څار ډېر شي

د بغلان یوشمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د خوراکي توکو د بیو له لوړوالي شکایت کوي او وايي، د لومړنیو توکو د پېرلو توان نه‌لري.

د بغلان د مرکز پلخمري ښار اوسېدونکي له چارواکو او هټیوالو غواړي چې د لومړنیو توکو بیې دې راټيټې کړي.

د نورستان «وانټ‌وایګل» کې په لومړي ځل مخابراتي شبکې فعالې شوې

د نورستان په «وانټ‌وایګل» ولسوالي کې د لومړي ځل لپاره مخابراتي شبکو خپل فعالیتونه پیل کړل چې د يادې ولسوالي اوسېدونکي ورته خوښ دي.

دوی غوښتنه کوي چې د نورستان ډېری هغه سیمې چې لا هم د مخابراتي شبکو له خدمتونو محرومې دي، مخابراتي شبکې فعالې کړي.

۲۵زره روږدي د روزګان یوازیني ۲۰بستریز روغتون کې درملنې ته په تمه دي

د روزګان مرکز ترینکوټ کې د روږدو د درملنې ۲۰بستریز روغتون مسوولان وايي، دغه ولایت کې پر نشه‌يي توکو د روږدو کسانو شمېر خورا لوړ دی، خو دوی یوازې د ګوتو په شمېر روږدو د درملنې توان لري. دوی شکایت کوي چې امکانات او د روږدو د درملنې ظرفیت یې پر نشت حساب دی، خو ټولنه کې په نشه‌يي توکو د روږدو کسانو شمير زيات دی.

د افغانستان بانک سبا «۱۷» میلیونه ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک مسوولان وايي چې سبا «سه‌شنبه، وري اوومه» به «۱۷» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي.

د افغانستان بانک نن (دو‌شنبه، د وري شپږمه) پر اېکس شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به سبا سه‌ شنبه «۱۷» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي. د افغانستان بانک ویلي چې د داوطلبۍ ګټونکي باید خپل ټول حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه تصفیه کړي.

ای‌پي‌اېل؛ بنګلور نن له پنجاب سره لوبه کوي

د هند کرېکټ غوره لیګ یا «ای‌پي‌اېل» سیالیو په لړ کې نن شپه رویال چلنجرز بنګلور لوبډله د پنجاب کنګز لوبډلې کوربه‌ ده.

ټاکل شوې چې یاده لوبه، نن شپه ۶:۳۰ بجې د هند د بنګلورو په «ام‌ چېناساوامې کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.

پکتیکا کې په ۱۱میلیونه افغانیو د څلور بندونو د جوړېدو چارې پیل شوې

د پکتیکا محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت د ګومل فرعې سیندیزې حوزې ریاست له لوري د اوبو څلورو کوچنیو ذخیروي بندونو د جوړېدو چارې پیل شوې.

د یاد ولايت مقام څخه سلام‌وطندار ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ویل شوي، ياد بندونه په تروې، وازېخوا، خیرکوټ او نکه ولسواليو کې جوړېږي چې په بشپړېدو سره به يې د ځمکې لاندې اوبو کچه لوړه شي.

ا.ا د فارین پالیسي وروستی راپور او افغانستان کې د القاعده ملاتړ بې‌بنسټه وبلل

فارین پالیسي دوه ورځې وړاندې په یوه څېړنیز راپور کې ادعا کړې چې ا.ا په افغانستان کې د القاعده شبکې ملاتړ ته لا هم دوام ورکړی دی.
فارین ‌پالیسي ادعا کړې چې یاد راپور یې د پټو ډيپلوماټیکو اطلاعاتو پر بنسټ جوړ کړی او ا.ا په افغانستان کې د القاعده غړیو ته د وسلو، کور، ښځو او پاسپورټ په څېر امکانات برابر کړي دي.

ا.ا له خصوصي شرکتونو سره د ۴میلیارډ افغانیو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړل

سرپرست حکومت په هېواد کې د برښنا تولید او سوداګریزو مرکزونو جوړولو په موخه له یو‌شمېر خصوصي شرکتونو سره د څلور میلیارډ افغانیو په ارزښت د څلور پروژو تړونونه لاسلیک کړل.

دغه تړونونه نن «یکشنبه، وري پنځمه» د حکومت رسنیو او اطلاعاتو مرکز کې د حکومت د لوړپوړو چارواکو په ګډون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې لاسلیک شول.

پاکستان یو ځل بیا د مسافرو پر مخ د «تورخم دروازه» وتړله

ننګرهار کې چارواکي وايي چې پر ډیورنډ کرښه پرته د «تورخم دروازه» یو ځل بیا د پاکستان له لوري د مسافرو پرمخ تړل شوې.

یاده دروازه نن یکشنبه، وري پنځمه، سهار شاوخوا ۹ بجې د پاکستان له لوري تړل شوې. د قریشي په وینا، مسوولان هڅه کوي، څو یاده لاره ژر لاره پرانستل شي او دواړو لورو ته د مسافرو لپاره د تګ‌راتګ زمینه برابره شي.

د هند ای‌پي‌اېل کې نن دوه لوبې کېږي

د هند کرېکټ غوره لیګ یا «ای‌پي‌اېل» سیالیو په ترڅ کې نن بیا دوه لوبې کېږي چې لومړۍ سیالي کې به راجستان رویلز له لکناو سوپر جاینټز او دویمه لوبه کې به ګوجرات ټایټنز له ممبی انډینز سره لوبه وکړي. د نن ورځې دویمه لوبه چې د ممبی انډینز او ګوجرات ټایټنز ترمنځ کېږي، ماښام ۶:۳۰ بجې به د احمداباد په «نرېندرا مودي کرېکټ» لوبغالي کې پیل شي.

ډنډپټان کې له پاکستان سره د «خرلاڅي دروازه» بېرته پرانېستل شوه

د پکتیا په ډنډپټان ولسوالي کې پر ډیورنډ کرښه پاکستان سره د «خرلاڅي دروازه» چې پنځه ورځې وړاندې تړل شوې وه، نن «شنبه، وري څلورمه» د هر ډول تګ‌راتګ پر مخ بېرته پرانېستل شوه. د پکتيا د ګمرک رييس مولوي فضل‌الحق منيب هم تاييدوي چې د خرلاڅي دروازه نن د سوداګرۍ پرمخ پرانېستل شوې.

هلمند کې د «خرما بڼونو» دودولو لپاره هڅې پیل شوي

د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له‌خوا په دغه ولایت کې د «خرما بڼونو» د دودولو لپاره هڅې پیل شوې دي.

د یاد ریاست د مسوولانو په وینا، سږکال یې د دغه ولایت یو‌شمېر سیمو کې بزګرانو ته پر ۱۰ جریبه ځمکه د خرما ننداریز او ازمایښتي بڼوڼه جوړ کړي، څو نور کروندګر هم د خرما بڼوڼو جوړولو ته وهڅول شي.

د افغان سفیر او اصف دراني لیدنه کې د کب ۲۸مې پېښې پر نه‌تکرار هوکړه شوې

په پاکستان د افغانستان د سفارت سرپرست سرداراحمد شکېب سلام‌وطندار ته وايي، د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړي استازي اصف دراني سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د رامنځته شویو ستونزو په اړه خبرې کړې دي. د نوموړي په وینا، دې لیدنه کې هوکړه شوې چې راتلونکې کې به پاکستان پر افغان خاوره کړي بریدونه نه‌تکراروي