Asset 1SWN

پاکستان یو ځل بیا د مسافرو پر مخ د «تورخم دروازه» وتړله

-۰--------------

ننګرهار کې چارواکي وايي چې پر ډیورنډ کرښه پرته د «تورخم دروازه» یو ځل بیا د پاکستان له لوري د مسافرو پرمخ تړل شوې.

یاده دروازه نن یکشنبه، وري پنځمه، سهار شاوخوا ۹ بجې د پاکستان له لوري تړل شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ننګرهار د اطلاعاتو فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر صدیق‌الله قریشي  وایي چې لاره یواځې د مسافرو پرمخ تړل شوې او تر اوسه ورته پاکستاني لوري د تړکېدو لامل نه‌دی روښانه کړی.

بل لور ته یوې ځایي سرچینې سلام‌وطندار ته وویل چې د تورخم دروازه د  پاکستاني ځواکونو او نادرا دفتر کارکوونکو ترمنځ د رامنځته شوې سخړې له امله تړل شوي.

د قریشي په وینا، مسوولان هڅه کوي، څو یاده لاره ژر لاره پرانستل شي او دواړو لورو ته د مسافرو لپاره د تګ‌راتګ زمینه برابره شي.

پاکستان د تېرې کب میاشتې په وروستیو کې دغه دروازه د ناروغانو او ناروغ‌لرونکو پر مخ له دې امله تړلې وه چې یاد هېواد تلونکي ناروغان باید ویزې او پاسپورټ ولري. یاده دروازه بیا له درې ورځو تړلو وروسته، د کب ۲۴مه د نااعلاجو ناروغانو پر مخ بېرته پرانېستل شوه.

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر صدیق‌الله قریشي هغه مهال رسنیو ته په استولي یوه ویډیويي پیغام کې ویلي و، هغه ناروغان چې پر سرطان اخته وي او دغه ولایت کې د ځانګړي کمېسیون شپږ میاشتني کارټونه ولري، کولای شي، پاکستان ته د درملنې لپاره لاړ شي.

له هغه وړاندې بیا پاکستاني لوري د لویو موټرو له افغان موټرچلوونکو څخه د پاسپورټ او ویزې غوښتنې په پلمه دغه دروازه تړلې وه چې افغان لوري هم په ورته اقدام لاس پورې کړی و.

د دې ترڅنګ پرون د پکتیا ډنډپټان کې پر ډیورنډ کرښه د خرلاڅي دروازه چې له تېرو پنځو ورځو راهیسې تړلې وه، بېرته د باروړونکو موټرو پرمخ پرانېستل شوه.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د پکتیا د سوداګرۍ خونې مسوولان وایي چې دغه لاره د تېرې دوشنبې ورځې راهیسې تړل شوې وه او د یاد ولایت د سوداګرۍ ټولنې او پاکستاني سوداګرو په منځګړیتوب بېرته پرانېستل شوې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام