Asset 1SWN

ا.ا له خصوصي شرکتونو سره د ۴میلیارډ افغانیو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړل

GJbBWfZXMAAcflR

سرپرست حکومت په هېواد کې د برښنا تولید او سوداګریزو مرکزونو جوړولو په موخه له یو‌شمېر خصوصي شرکتونو سره د څلور میلیارډ افغانیو په ارزښت د څلور پروژو تړونونه لاسلیک کړل.

دغه تړونونه نن «یکشنبه، وري پنځمه» د حکومت رسنیو او اطلاعاتو مرکز کې د حکومت د لوړپوړو چارواکو په ګډون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې لاسلیک شول.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یادو پروژو کې د کابل سروبي ولسوالي کې د ۲۳ میګاواټه لمریزې برښنا د تولید پروژه، هرات کې د برښنا د دوو سب‌ستېشنونو جوړول، د کابل میرویس میدان سیمه کې د یوه سوداګریز مرکز رغول او هلمند کې د یوه سوداګریز او هستوګنیز مرکز جوړول، شامل دي.

چارواکي وايي، دغه پروژې د تولید په برخه کې پلي کېږي او قراردادي شرکتونه له لس کاله ګټې‌اخیستو وروسته باید یادې پروژې حکومت ته وسپاري.

د چارو ادارې د پانګونې اسانتیا مشر احمدضیا خالد وویل: «د یادو څلورو پروژو له ډلې یې دوه، هغه د برښنا تولید برخه کې دي چې برښنا شرکت سره به لاسلیک شي او همداراز دوه مشارکتي پروژې دي چې د دوو دولتي او خصوصي سکټور ادارو سره به لاسلیک شي.»

چارواکي وايي، دغه پروژې د بودیجې کسر په څېر اقتصادي ستونزو ته د رسېدنې په موخه په قرارداد ورکړل شوي او ټاکل شوې ځینو ولایتونو کې اووه نور دولتي مکلیتونه، پر هغو د پانګونې لپاره خصوصي شرکتونو ته په قرارداد ورکړل شي.

د مالیې وزارت د پالیسۍ معین سلطان محمدزبیر دغه پروګرام کې وویل: «موږ اووه دولتي ملکیتونه اعلان ته ورکړي، یو ننګرهار کې، دوه سمنګان، دوه مزارشریف، یک ملکیت شبرغان ښار او همداراز یو د فاریاب قیصار ولسوالي کې دي.»

دې ټولو سربېره، د سرپرست حکومت مسوولان ټینګار کوي چې افغانستان کې پانګونې ته زمینه برابره شوې او په همدې دلیل هېواد کې د پانګونې لپاره د پانګوالو لېوالتیا مخ  پر زیاتېدو ده.

د اسلامي امارت د چارو ادارې عمومي مشر نورالحق انور وویل: «داسې شرایطو کې پانګوال، پانګونه کوي، دا د دوی له پانګونې او شتمني ښه ګټه اخیستنه ده.

د اوبو او برښنا وزارت سرپرست عبدالطیف منصور دې مراسمو کې وویل چې هېواد کې ورځ تر بلې د پانګونې کچه پر لوړېدو ده او په وینا یې، لامل یې اخلاص او روڼتیا ده. «پانګوال چې دلته راځي او پانګونه کوي، ویني چې اخلاص او روڼتیا موجوده ده، د همدې لپاره موږ وینو چې پانګونه ورځ تر بلې پر زیاتېدو ده.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د سرپرست حکومت له لوري داسې مهال دغه څلور پروژې په قرارد ورکول کېږي چې دامهال افغانستان د برښنا تولید برخه کې پر ځان د نه‌بسیاینې له امله د برښنا د کمښت له جدي ستونزې سره مخ دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام