Asset 1SWN

د هند ای‌پي‌اېل کې نن دوه لوبې کېږي

rashid-khan-ipl-2023-gt-vs-mi-1682448500

د هند کرېکټ غوره لیګ یا «ای‌پي‌اېل» سیالیو په ترڅ کې نن بیا دوه لوبې کېږي چې لومړۍ سیالي کې به راجستان رویلز له لکناو سوپر جاینټز او دویمه لوبه کې به ګوجرات ټایټنز له ممبی انډینز سره لوبه وکړي.

د لکناو سوپر جاینټز او راجستان رویلز سیالي به نن یکشنبه د مارچ ۲۴مه، له غرمې وروسته ۲:۳۰ بجې د جېپور په ساوای من‌سېنګ کرېکټ لوبغالي کې ترسره شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نن ورځې دویمه لوبه چې د ممبی انډینز او ګوجرات ټایټنز ترمنځ کېږي، ماښام ۶:۳۰ بجې به د احمداباد په «نرېندرا مودي کرېکټ» لوبغالي کې پیل شي.

د نن ورځې او شپې سیالیو کې  پنځه افغان لوبغاړي د درېوو لوبډلو برخه دي چې راشدخان، نوراحمد او عظمت‌الله عمرزی په ګوجرات ټایټنز، محمدنبي په ممبی انډینز او نوین‌الحق بیا د لکناو سوپر جاینټز لپاره لوبېږي.

دا چې کوم افغان لوبغاړی به نن د خپلې لوبډلې لپاره سیالي وکړي، دا به د لوبې پر مهال جوته شي، خو پنځه واړه د دې چانس لري چې په لوبډله کې واخیستل شي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یاد لیګ په بېګانیو لوبو کې پنجاب کنګز لوبډلې ډیلي کپېټلز او کلکته نایټ‌رایډرز بیا په یوې په زړه پورې سیالي کې سنرایزر حیدراباد ته ماته ورکړه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام