Asset 1SWN

د اوبو نړیواله ورځ؛ کابل کې تر ځمکې لاندې د اوبو کچه ۱۵مټره ښکته شوې

Drought-in-Afghanistan

د کابل پوهنتون مسوولانو او یو‌شمېر چارواکو نن یکشنبه، وري پنځمه د «اوبه ملي شتمني ده او ساتنه یې د ټولو مسوولیت دی» تر نوم لاندې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ونمانځله.

د یادې غونډې ګډونوالو تر ځمکې لاندې اوبو کچې ټيټېدو څخه اندېښنه وښوده او وې ویل، له ۲۰۱۹ تر ۲۰۲۳ کاله کابل کې د ځمکې لاندې اوبو کچه ۱۵متره ښکته شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کابل پوهنتون د ځمکې پېژندې پوهنځي امر اسدالله رحمت‌زي له اړوندو ادارو وغوښتل چې پلازمېنه کې تر ځمکې لاندې اوبه مدیریت کړي. «له ۲۰۲۱۹ تر ۲۰۲۳کاله کابل کې تر ځمکې لاندې د اوبو زېرمې، له اوبو د ناوړه او زیاتې استفادې له امله تر ۱۵ متره ښکته تللي دي.»

په ورته وخت کې د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځي رییس جوهر ساپی کابل ښار کې د اوبو بې‌ځایه مصرف څخه پر مخنیوي ټینګار کوي او وايي، اړوند بنسټونه دې کروندګرو ته د پوهاوي ورکولو پروګرامونه پلې کړي.

هغه وویل: «څارویو او نباتاتو ته ډېرې اوبه ورکوي او کروندګر په دې نه‌پوهېږي چې څارویو او نباتاتو ته څومره اوبه ورکړي او دوی فکر کوي، څومره ډېرې چې څارویو او نباتاتو ته اوبه ورکړي، هموغره به ښه وي، خو داسې نه‌ده او باید اړوند بنسټونه ورته روزنه ورکړي.»

له دې سره د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې مشر محمدنسیم مرادي د اقلیم بدلون پلازمېنه کابل کې د اوبو کمېدو مهم لامل بولي. هغه له سرپرست حکومته غواړي چې د اوبو کمښت ستونزې مخنیوي لپاره اغېزناکه پروګرامونه طرحه کړي.

نوموړي وویل: «د هېواد اوبه باید مدیریت شي او د ژورو څاګانې له کیندنې باید ډډه وشي او تولیدي شرکتونه باید له ښار بهر ولېږدول شي او د اوبو بې‌ځایه مصرف څخه مخنیوی وشي او خلکو ته عامه پوهاوی ورکړل شي.»

همدا ډول د اوبو او برښنا وزارت مسوولان وايي، د هر کال په تېرېدو او سطحي او ځمکې لاندې اوبو سطحه ټيټیږي. د اوبو او برښنا وزارت استازي عزیزالرحمان عزیز وویل، دغه وزارت د سطحي او ځمکې لاندې اوبو مدیریت لپاره پر یو لړ پروګرامونو کارک وي.

هغه زیاته کړه: «تر ځمکې لاندې د اوبو د بې‌ځایه مصرفېدو مخنیوی، د چک‌ډېمونو جوړول، تر ځمکې لاندې د اوبو زېرمو تغذیه د یاد وزارت له پروګرامونو څخه دي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یادونې ده چې د ملګروملتونو پراختیايي سازمان د اوبو نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي وو، ۷۹ سلنه افغانان پاکو اوبو ته لاسرسی نه‌لري.

د ملګروملتونو سازمان د اوبو ارزښت په اړه د پوهاوي ورکولو په موخه د مارچ ۲۲مه د اوبو نړیوالې ورځې په نوم نومولې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام