Asset 1SWN

د څښاک اوبو کمښت؛ د اقچې اوسېدونکي: ځمکې لاندې اوبه هم ترخې دي

۱

د جوزجان د اقچې ولسوالي یو‌شمېر اوسېدونکي وايي چې دغه ولسوالي کې خلک د پاکو اوبو کمښت له امله له ستونزو سره مخ دي.

د یادې ولسوالي د اوسېدونکو په وینا، د څښاک اوبو کمښت ترڅنګ د ځمکې لاندې اوبه هم ترخې او د استفادې وړ نه دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د جوزجان د اقچې ولسوالي یوه اوسېدونکي عبدالستار ترکمن سلام‌وطندار ته وویل، یادې ولسوالي کې د  پاکو اوبو نشتوالي، د ده او کورنۍ ته یې ورځنی ژوند سخت کړی دی.

هغه وویل: «اوبه نشته او څو کیلومټره لرې هم تر ځمکې لاندې اوبه ترخې دي، اوبه نشته او حکومت دې موږ سره مرسته وکړي او دلته ستونزه ده.»

اقچې ولسوالي کې د وچکالي دوام لامل شوی چې اوسېدونکي یې د څښاک اوبو په برابرولو کې ستونزو سره مخ شي. د اقچې ولسوالي اوسېدونکي له اسلامي امارت او مرستندویه بنسټونو څخه غواړي چې دغه ولسوالي کې ورته د پاکو اوبو زمینه برابره کړي.

د دغې ولسوالي یوه بل اوسېدونکي چاري‌بای وویل: «اوبه کې ډېرې وې د ورځې یې یو یا ډو ځله راشي، موږ داسې کېږو لکه د غنمو ډوډۍ څخه چې ماړه وي څوک، سخته ده. له غضنفر سیمې څخه یې راوړو، کله چې هوا ګرمه وي اوبه راوځي، که نه وي دوه یا درې ساعته په تمه کېږو چې سولر ولګوي او اوبه واخلو.»

له دې سره، څو مودې راهیسې د جوزجان اقچې ولسوالي کې یوشمېر مرستندویه کسان په محدود ډول خلکو ته اوبه رسوي. دغه ولسوالي کې د مرستندویه خلکو استازی جمال الدین وایي، هره ورځ له یو کلي څخه بل کلي ته د اوبو د ټانکرونو په وسیله خلکو ته اوبه رسوي.

نوموړي وویل: «۴۰ ورځې کېږي چې اوبه وېشو، هره ورځ دوه ټانکره، ۱۴زره لیټره اوبه چې ۷۰۰ بوشکې کېږي، ۱۴۰۰ کسانو ته اوبه ورکوو.  ۴۰ ورځو کې ۵۶زره کسانو ته اوبه ورکوو چې هر کلي کې شاوخوا له ۶۰۰ تر ۱۰۰۰ کسانو کېږي.»

په ورته وخت کې د جوزجان د اقچې ولسوالي ځایي مسوولان وایي، دغه ولسوالي کې د څښاک د اوبو کمښت ستونزه به د اسلامي امارت او مرستندویه ادارو له‌خوا هواره شي.

د اقچې ولسوال اسد الله غضنفر وویل، د دغې ولسوالي۱۰ سلنه اوبه د څښاک وړ دي چې د دې ولسوالي د اوسېدونکو د اوبو اړتیاوې نشي پوره کولای. «رښتیا هم دا خلک ستونزو سره مخ دي. درې کاله کېږي چې وچکالي روانه ده، سیندونه وچ شوي او ۹۰سلنه تر ځمکې لاندې اوبه د استفادې وړ نه دي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د یادونې ده چې د جوزجان اقچه ولسوالي د ۳۵ کلیو او دوو ناحیو په لرلو سره د دغه ولایت یو له هغو ولسوالیو ده چې اوسېدونکي یې د وچکالي له امله د څښاک د اوبو له کمښت سره مخ دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام