
هلمند کې د جګړو دوام؛ يوناما: ۳۵ زره کسان بېځايه شوي
تېره شپه او نن ورځ د هلمند په ناوې ولسوالۍ او د نادعلي ولسوالۍ اړوند چاه انجیر سیمه کې سختې جګړې رواني وې. د هلمند ولایتي اداره د دغو جګړو د مرګژوبلې په اړه څه نه وايي، خو ملي دفاع وزارت وايي، تېره شپه په ناوې ولسوالۍ کې له روانو جګړو د ټپیانو لېږدولو لپاره د افغان ځواکونو دوې چورلکې سیمې ته تللې وې چي په خپل منځ کې يې ټکر کړی، چورلکې له منځه تللي چې له کبله یې ۸ افغان سرتېري وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.














