افغانستان کې جوګي ماشومانو لپاره د زدهکړو د لومړني ټولګي جوړېدل
جوزجان ولايت کې د «پېروزي» په نوم د بنسټ مسوولان وايي، د ياد ولايت د پوهنې رياست په مرسته يې د يوې سروې پر بنسټ په دې ولايت کې جوګي ماشومانو لپاره د درس يو ټولګی جوړ کړی دی.
جوزجان ولايت کې د «پېروزي» په نوم د بنسټ مسوولان وايي، د ياد ولايت د پوهنې رياست په مرسته يې د يوې سروې پر بنسټ په دې ولايت کې جوګي ماشومانو لپاره د درس يو ټولګی جوړ کړی دی.
د تخار ولايت ځايي مسوولان وايي، پر یوې دیني مدرسې د افغان ځواکونو هوايي برید کې ۱۲ ماشومان وژل شوي.
د تخار د والي ویاند جواد هجري د ياد خبر په تاييد سره سلاموطندار ته وویل، دغه هوايي برید تېره شپه د مرکز تالقانو ښار ۱۲ کیلومترۍ کې «هزاره قرلق» سیمه کې په تېروتنې سره شوی دی.
باميانو کې هغه سړي چې دوه ورځې وړاندې يې د خپلې مېرمنې سر پرې کړی و، امنيې قومندان او ولسوال ته په يوه ليک کې ليکلي چې: « ولسوال صاحب او امنیې قومندان ته په درناوي، زموږ دښمني شخصي دښمني ده، تاسو پهکې دخالت مه کوئ او مهرباني وکړئ زما د نیولو هڅه هم مه کوئ.»
د هرات د مرکزي زندان مسوولان وايي چې زندان کې يوه بندي ځان ته اور اچولی دی. د ياد زندان مدير میوند صمدي د ياد خبر په تاييد سره سلاموطندار ته وايي، دغه سړي د کورنيو اختلافاتو له کبله ځان ته اور اچولی.
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وايي چې دغه سازمان په افغانستان کې د خپل پراخ ماموریت ترسره کولو لپاره ۱۲زره سرتېري لري او افغانستان کې د ناټو ځواکونو حضور په شرایطو پورې تړلی دی.
ولسمشر محمد اشرف غني نن ولسي جرګې ته د کابینې د نوماند وزیرانو معرفي کولو پر مهال هېواد کې د تاوتریخوالي لوړې کچې نه اندېښنه وښوده او ويې ویل، د طالبانو له مشر ملا هبةالله نه دې پوښتنه وشي چې چېرته پټ دی او ولې افغانان وژني.
وردک ولايت کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د پنځمې پلېلوا د لومړي کنډک دويم ټولي د سيسي کمپ سرتېري وايي، تېرو څلور ورځو راهیسې د وسلهوالو طالبانو له لوري کلابند شوي او د دفاع وزارت له لوري ورسره هېڅ ډول مرسته نهده شوې.
د دغه کمپ سرتېری نصیبالله سلاموطندار ته لېږلي غږیز پيغام کې ويلي، د څلورو ورځو راهیسې یې ډوډۍ نهده خوړلې او د مهماتو له کمښت سره هم مخامخ دي.
د جوزجان ولایت د درزاب ولسوالۍ چارواکي وايي، د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د بهرنیو جنګیالیو موجوديت ډېر شوی او د طالبانو ترڅنګ جګړهییز فعالیتونه لري. چارواکي وايي، بهرنیو جنګیالیو په درزاب ولسوالۍ کې ۱۲۰ ماشومان جذب کړي او نظامي زدهکړې ورکوي.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د پلټونکې ادارې یا سیګار په تازه راپور کې راغلي چې په تېرو ۱۰ کلونو کې افغانستان لپاره د امريکا ۱۹ ميليارده ډالره مرسته حيف او ميل شوې ده.
تخار کې یوه امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي سلاموطندار ته وايي، تېره شپه د دغه ولایت د بهارک ولسوالۍ «سپینجومات» سیمه کې نږدې ۷۰ امنیتي ځواکونه د طالبانو د سرېقطعې کمین کې وژل شوي دي.
د ننګرهار ځايي چارواکي وايي، د پاکستان کونسلګرۍ کې ویزو پسې ورغلې ۱۱ مېرمنې د ډېرې ګڼېګوڼې له کبله مړې شوي او ۱۲ کسان ټپيان شوي دي.
د ننګرهار د ملکي روغتون ویاند ګلزاده سنګر وايي، دغه شمېر مړي او ټپيان د چهارشنبې په سهار جلالاباد حوزوي روغتون ته وړل شوي دي.
د باميانو ولايت د امنيې قومندانۍ مسوولان وايي چې یکهولنگ ولسوالۍ کې يوه کس د خپلې ۳۵ کلنې مېرمنې سر پرې کړی دی.
د ياد ولايت جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير محمدموسی امامي سلاموطندار ته وايي، قاتل تښتېدلی دی او په دې اړه څېړنې پيل شوې دي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست احمد جواد عثماني نن په کابل کې ماشومانو لپاره د زړه د جراحۍ لومړنی مرکز پرانيست. عثماني د دغه مرکز جوړول یو ښه ګام وګاڼه او ويې ويل، دغه مرکز به د ماشومانو د زړه عملیاتو په برخه کې غوره خدمتونه وړاندې کړي.
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا غړيو نن په کابل کې د یوې خبرې ناستې پرمهال وویل چې د وزارتونو د سرپرستۍ چارو تنظیمونو قانون بې مانا دی او هېڅ ډول اجرايي ضمانت نه لري.
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب اندېښنه ښيي چې د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته، افغانستان د کورنیو جګړو ګواښ سره مخ کېدلای شي.
حمدالله محب یوه تازه مرکه کې ویلي، افغان دولت هم سولې او هم جګړې ته چمتووالی نیسي او په ټول توان هڅه کوي چې د کورنیو جګړو مخنیوی وکړي.
د وردکو د ولایتي شورا غړی شریفالله هوتک وايي، د سېشنبې په ورځ جلرېز ولسوالۍ نه د ملکي وګړيو دوه موټر چې یو فلنکوچ ډوله او بل سراچه ډوله موټر وو، د مرکز میدانښار اړوند «بسراق» سیمې نه تېرېدل د سړک غاړې په خښ شوي ماین ور برابر شوي دي.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون