باميانو کې هغه سړي چې دوه ورځې وړاندې يې د خپلې مېرمنې سر پرې کړی و، امنيې قومندان او ولسوال ته په يوه ليک کې ليکلي چې: « ولسوال صاحب او امنیې قومندان ته په درناوي، زموږ دښمني شخصي دښمني ده، تاسو پهکې دخالت مه کوئ او مهرباني وکړئ زما د نیولو هڅه هم مه کوئ.»
دغه بامیاني سړي تېره سې شنبه د تلې په ۲۹مه نېټه د باميانو یکهولنګ ولسوالۍ کې د خپلې مېرمنې سر پرې کړی و.