
پاکستان په یوې ویکټې لوبه وګټله
افغانستان د اسیا کپ شلاوریزو سیالیو په لړ کې نن له پاکستان سره مخامخ شو چې د دواړو لوریو ترمنځ تر سختې سیالۍ وروسته پاکستان دا لوبه په یوې ویکټې وګټله.

افغانستان د اسیا کپ شلاوریزو سیالیو په لړ کې نن له پاکستان سره مخامخ شو چې د دواړو لوریو ترمنځ تر سختې سیالۍ وروسته پاکستان دا لوبه په یوې ویکټې وګټله.

افغانستان د اسیا کپ شلاوریزو سیالیو په لړ کې نن له پاکستان سره مخامخ شو.
په دې لوبه کې پچه پاکستان وګټله او افغانستان ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه. افغانستان د شل اورونو په لوبولو او شپږو ویکټو په سوځېدو سره پاکستان ته د ۱۳۰ منډو هدف وټاکه.

د اسیا کپ په روانو سیالیو کې نن هند او سریلانکا سره مخامخ شول چې د سریلانکا د کرېکټ لوبډلې د هند لوبډلې ته په شپږو ویکټو ماتې ورکړه.

فاریاب کې ځینو سرچینو سلاموطندار ته ویلي چې د حمیدالله په نوم یوه ځوان خپله ځوانه خور په توپانچه ویشتلې او وژلې ده.
دا پېښه نن مازدیګر د فاریاب د مرکز میمنې ښار د دویمې ناحیې په اړوند سیمه کې شوې ده.

کابل کې د پاکستان سفارت ویلي، په پام کې لري چې راتلونکو درېوو کلونو کې د «علامه اقبال» د سکالرشیپ پروګرام له لارې ۴۵۰۰ افغان محصلانو ته د زدهکړو سکالرشیپونه ورکړي.

نږدې یوه میاشت کېږي چې د اسلامي امارت مشر هبتالله اخوندزاده د سوالګرو راټولولو او اړمنو سره د مرستې لارښوونه کړې ده. دا لارښوونه داسې مهال شوې چې افغانستان کې د پخوا په پرتله بېوزلي ډېره شوې او ښارونو کې د سوالګرو شمېر هم زیات شوی دی.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د اسلامي امارت له سرپرست حکومت څخه غوښتي چې نور دې د پر دوی نیوکې نه کوي او د دواړو هېوادونو پخوانیو اړیکو ته دې زیان نه رسوي.
د پاکستان اېکسپرېس ټریبون ورځپاڼې راپور ورکړی چې د شهباز شریف حکومت له اسلامي امارت څخه غوښتي چې نور پر اسلاماباد ښکاره نیوکې ونه کړي. راپور زیاتوي چې اسلاماباد د اسلامي امارت چارواکو له رسمي او توندو نیوکو سره د مخامخېدو تمه نه لري.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي کابل کې د روسیې سفارت ته نږدې له شوي ځانمرګي برید وروسته نن ماښام د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.

ځینو سرچینو وړمه شپه د کابل په دهمزنګ سیمه کې د چاودنې خبر ورکړ او داسې هم ویل کېدل چې هوايي برید شوی دی.
که څه هم اسلامي امارت هغه مهال د دې پېښې په اړه څه ونه ویل، خو د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي سلاموطندار ته ویلي چې هلته یو راکېټ لګېدلی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولۍ یا یوناما په یوه ټویټ کې د روسیې سفارت سره شوې چاودنه غندلې ده.
یوناما په دغه برید کې د وژل شویو کسانو له کورنیو سره غمرازي ښودلې او ټپیانو ته یې هم د بیړنۍ روغتیا هیله کړې ده.
نن غرمه نږدې دولس بجې د کابل اوومې ناحیې اړوند د روسیې سفارت مخې ته چاودنه وشوه چې د کابل امنیې قومانداني په وینا، یو کس پهکې وژل شوی او لس نور ټپیان دي.

د پلټنې عالي ادارې مسوولانو چې نن یې خپل کلنی راپور رسنیو ته وړاندې کاوه، وویل چې دغې ادارې د بېلابېلو سندونو، لکه د مالیې په ورکړه کې د ځنډ، ګمرکي محصولاتو، د مالیې لږ سنجول او بیو کې یې د توپیر په ارزولو سره ۲،۸ میلیارډه افغانۍ د دولت خزانې ته اچولي دي.

د عدلیې وزارت مسوولانو نن «ملت ته د دولت حسابورکونې» پروګرام په دوام خپل یو کلن کاري راپور له رسنیو سره شریک کړ.
د عدلیې وزارت مرستیال عبدالکریم حیدر په دې غونډه کې وویل چې افغانستان کې د سیاسي ګوندونو فعالیت ته اړتیا نه ویني. د نوموړي په باور، افغانستان کې سیاسي ګوندونه «پر بېلابېلو سیمو او ژبو د افغانستان د وېشلو په مانا» دي.

د پوهنې وزارت سرپرست نورالله منیر د امریکا د زدهکړو پراختیا پروګرام له رییس ران مک کامن سره تر لیدنې وروسته ویلي چې امریکا په افغانستان کې انلاین زدهکړې پیلوي.
پوهنې وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د امریکا د زدهکړو پراختیا پروګرام په پام کې لري چې د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې ماشومانو او ځوانانو ته انلاین زدهکړې پیلوي.

یوشمېر خوستي ځوانانو په ټولنه کې د کتاب لوستلو او مطالعې دود د پیاوړتیا لپاره پر نورو ځوانانو او ماشومانو د کتابونو د وېش کمپاین کړی دی.
د دې ډلې مشر نقیبالله ځلاند وايي، څلور کاله وړاندې یې په لومړي ځل د نشهیي توکو او په ټولنه کې د نورو ناوړه دودونو د مخنیوي لپاره کمپاین پیل کړ، خو په وینا یې، خپلې موخې ته ونه رسېدل.

دا پېښه بېګاه د دغه ولایت د خواجهسبزپوش ولسوالي په بایقیزي سیمه کې شوې ده.
په خواجهسبزپوش ولسوالي کې سرچینې وايي چې یاد ځوان خلیفه خالدار نومېده او د عبدالخلیل زوی و.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف وايي چې په نیمروز کې د ۱۷ زره او ۵۰۰ ماشومانو لپاره د زدهکړو اسانتیاوې برابروي.
د یونیسف مسوولانو د شنبې په ورځ ویلي، یادو ماشومانو ته چې له زدهکړو پاتې وو، د زدهکړو اسانتیاوې برابروي.