
د کرېکټ درېیمه یوورځنۍ سیالي؛ افغانستان سریلانکا ته وبایلله
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې نن د سریلانکا له ملي لوبډلې سره خپله درېیمه یوورځنۍ پنځوساوریزه لوبه وکړه.
په دې لوبه کې افغانستان لومړی توپوهنه وکړه او سریلانکا ته یې د ۳۱۴ منډو لوړ هدف وټاکه، خو د سریلانکا کرېکټ لوبډلې په وروستي اوور کې د افغان لوبډلې هدف پوره او په دې سره یې لوبه په خپل نوم کړه.














