
بېپولې ډاکټران: افغانستان کې د ښځینه ناروغانو او کارکوونکو راتلونکې له ګواښ سره مخامخ ده
د بېپولې ډاکټرانو سازمان پرون جمعه په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، هېڅ رسمي ضمانت نشته چې دغه سازمان له کوم خنډ پرته خپل کار ته دوام ورکړي.
د بېپولې ډاکټرانو سازمان په وینا، ګڼشمېر هغه ښځې چې له دغه سازمان سره کار کوي، ناهیلې شوي او د راتلونکې په اړه وېره لري.














