«ایران د امنیتي اندېښنو او اوبو ته د لاسرسي له کبله د افغانستان سفارت ا.ا ته سپارلی»

شنونکي اسلامي امارت ته په تهران کې د افغانستان سفارت سپارلو ته په کتو وايي، ایران له افغانستان سره پر پولې د امنیتي اندېښنو له منځه وړلو او د هیرمند حقابې ته د لاسرسي موندلو په موخه دغه کار کړی دی.

پر افغان ښځو د محدودیتونو دوام؛ معترضانې: د خپلو حقونو لپاره به چارواکو ته پلوونه وغوړوو

د ښځو حقونو فعالانې وايي چې د خپل حق غوښتلو په موخه به دا ځل د اسلامي امارت چارواکو ته ورشي او هغوی ته به په دودیز ډول خپل پلوونه وغوړوي.
دوی له نړیوالې ټولنې هم غواړي چې د افغان نجونو او ښځو د زده‌کړو او کار حق ورکولو برخه کې د اسلامي امارت پر وړاندې خپله تګلاره بدله کړي؛ ځکه په وینا یې، اوسنۍ تګلارې یې کومه پایله نه‌ده لرلې.

د کابل او هلمند سیندیزو حوزو کې د اوبو کچې را پورته کېدو په اړه خبرداری

د اوبو او برښنا وزارت د نشراتو رییس غلام‌جیلاني حقپرست سلام‌وطندار ته ویلي چې د باران اورېدو او د واورې ویلې کېدو له کبله به د هلمند، ترینکوټ، ارغنداب، غزني، لوګر، کابل، خوست، پکتیا، غوربند، پنجشېر او لغمان سیندونو کې سېلابونه راشي او د اوبو کچه به لوړه شي.

غزني کې یوشمېر روږدو کسانو له درملنې وروسته بیا نشې ته مخه کړې

غزني کې پر نشه‌یي توکو یوشمېر روږدي کسان وايي، له درمنلې وروسته یې بیا د نشه‌يي توکو کارونې ته مخه کړې ده. د دوی په وینا، نشه‌يي توکو ته ښه لاسرسی لري او حکومت هم ورته د کار اسانتیاوې برابرې نه کړې؛ نو ځکه بیا پرې اخته شول. راضیه وايي، پنځه کاله کېږي چې نشه‌يي توکي کاروي او دوه ځله یې پريښي، خو بېرته پرې اخته شوې ده.

له ژونده تېښته؛ له اوو میاشتو راهیسې په ۲۰ ولایتونو کې ۶۲ کسانو ځانونه وژلي

د بې‌وزلۍ کچې له لوړېدو او د اروايي ناروغیو زیاتېدو سره هم‌مهاله هېواد کې د ځان‌وژنې پېښې هم ډېرې شوې دي.
په رسنیو کې د ځان‌وژنې پېښو په اړه د خپرو شویو راپورونو پر بنسټ، له تېرو اوو میاشتو راهیسې په ۲۰ ولایتونو کې ۴۴ ښځینه‌وو او ۱۸ نارینه‌وو ځانونه وژلي دي.

اوچا: افغانستان روان کال د څه باندې څلور میلیارډه ډالرو بشري مرستو ته اړتیا لري

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي، افغانستان په روان زېږدیز کال کې د څلور میلیارډه او ۶۰۰ میلیونه ډالرو بشري مرستو ته اړتیا لري. د اوچا په وینا، په لومړي سر کې یوازې ۲۸ میلیونه او ۳۰۰ زره افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

هلمند کې تېرو جګړو او وچکالۍ ۶۵ سلنه باغونه له منځه وړي

حاجي غلام‌رحیم د هلمند ولایت د موسی‌کلا ولسوالي د کلاب کارېز اوسېدونکی دی. هغه وايي چې د تېرو جګړو او وچکالیو له کبله یې ګڼ‌شمېر باغونه زیامن یا له منځه تللي دي. په همدې حال کې د هلمند د نوزاد ولسوالي اوسېدونکی محمد بیا وايي، د له منځه تللو باغونو د بېرته زرغونولو په موخه ورسره چا همکاري نه‌ده کړې.

بدخشان کې د یوه ځانمرګي برید مخه نیول شوې

د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رییس معزالدین احمدي وايي، د ا.ا ځواکونو نن سهار شاوخوا اته‌نیمې بجې د دغه ولایت په مرکز فیض‌اباد ښار کې د کابل بانک دروازه کې یو ځانمرګی بریدګر موخې ته له رسېدو مخکې وژلی دی.

بهرنیو چارو وزارت: بلغارستان کې ۱۷ مړه شوي افغان کډوال پېژندل شوي

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي، تر اوسه په بلغارستان کې د ۱۷ مړو شویو افغان کډوالو هویت پېژندلی او د یوه بل هغه د پېژندنې په اړه څېړنې روانې دي. هغه وايي، د یادو مړو شویو افغان کډوالو د جنازو لېږد لپاره به خپل ټول امکانات وکاروي او په وینا یې، لپاره یې ځانګړې الوتنه هم په پام کې نیول شوې ده.

په کابل او نورو ولایتونو کې د پاسپورټونو د وېش بهیر پیلېږي

د پاسپورټ عمومي رییس مولوي عبدالکریم حسیب وايي چې د کب په ۱۰مه، د راتلونکې اوونۍ د چهارشنبې ورځ به د کابل په ګډون، په ټولو ولایتونو کې د پاسپورټونو د وېش بهیر پیل شي.
د نوموړي په وینا، خلک به له یادې نېټې وروسته کولای شي د پاسپورټ د انلاین سېسټم له لارې نوملیکنه وکړي.

سبا د تورخم دروازه بېرته پرانېستل کېږي

د ننګرهار ولایت چارواکو خبر ورکړی چې سبا د کب څلورمه، د پنجشنبې ورځ به د تورخم دروازه بېرته پرانېستل شي.
په همدې حال کې اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت هم پر خپل ټویټر لیکلي چې سبا به د تورخم دروازه د مسافرو، سوداګرۍ او ټرانزېټ لپاره بېرته پرانېستل شي.