د نیول شویو خبریالانو کورنۍ له ا.ا څخه د هغوی د خوشې کولو غوښتنه کوي

په کندوز او بدخشان ولایتونو کې د سلام‌وطندار د خبریال حسیب حساس ورور حکیم حساس وايي، د ا.ا استخباراتو تېره اوونۍ په کندوز کې د هغه ورور نیولی او تر اوسه لادرکه دی.
حکیم حساس وايي، ورور یې له خبریالۍ پرته بل هېڅ کار نه درلود. هغه غوښتنه کوي چې ژرترژره دې حسیب حساس خوشې شي؛ ځکه په خبره یې، د کورنۍ یواځینی سرپرست دی.

د ا.ا دویمه کلیزه او پر ښځو د محدودیتونو دوام؛ افغان مېرمنې: له خپلو حقونو بې‌برخې یوو

یوشمېر افغان مېرمنې د ا.ا حکومت له دویمې کلیزې سره هم‌مهاله وايي چې د سرپرست حکومت له لوري پرې د بندیزونو لګېدو دوام لامل شوی چې ورځ تر بلې په ټولنه کې څنډې ته شي.
ا.ا د تېر کال له زمري میاشتې راهیسې په څو بېلابېلو فرمانونو سره ښځې له زده‌کړو او کار را ګرځولي چې یوشمېر ښځې دا پرېکړې د دوی د څنډې ته کولو په مانا بولي.

خوست کې څوارلس کوډګر نیول شوي

د خوست د امنیې قومانداني ویاند مستغفر ګربز وايي چې امنیتي مسوولانو د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر ریاست له مسوولانو سره په همغږۍ اته کوډګر د خوست ښار په شینکۍ سیمه او شپږ نور کوډګر هم د دغه ولایت په ځاځي میدان ولسوالي کې نیولي دي.

خوست کې چاودنه؛ تر اوسه درې مړي او اووه ټپیان روغتون ته لېږدول شوي

د خوست د والي دفتر په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې نن له غرمې مخکې ۱۱ بجې د دغه ولایت د مرکز خوست ښار اړوند سپین جومات ته نږدې په یوه هوټل کې چاودنه شوې ده.
د خبرپاڼې پر بنسټ، په دې چاودنه کې څو وزیرستاني کډوالو او خوستیاتو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د امر بالمعروف وزارت: تېر یوه کال کې مو نږدې ۸۰۰۰ شکایتونه څېړلي

ملت ته د دولت د حساب ورکولو په دوام، د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت مسوولانو نن د دغه وزارت د تېر یوه کال کاري راپور چې تل یې په کور دننه او بهر غبرګونونه را پارولي وو، وړاندې کړ. دغه وزارت په تېره یوه کال کې د افغان ښځو پر وړاندې بېلابېل محدودیتونه لګولي او همدا لامل و چې وخت‌ناوخت به یې د خبرونو د سر ټکي جوړول.

په دشت‌برچي کې پر نشه‌يي توکو د روږدو کسانو د زیاتوالي په اړه شکایتونه

د کابل ښار د دشت‌برچي سیمې د فروشګاه تم‌ځای یوشمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې په دې سیمه کې پر نشه‌يي توکو اخته کسان ډېر شوي دي. دوی سلام‌وطندار ته ویلي چې روږدي کسان دغلته تر مروارید پله لاندې را ټولېږي او د سیمې اوسېدونکي یې له غلاوو او ځورونو تر پوزې راغلي دي.

له زده‌کړو د نجونو د محرومیت دوام؛ افغانان لا هم د ښوونځیو پرانېستل کېدو ته سترګې پر لاره دي

له شپږم ټولګي څخه د پورته نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازو پرانېستل کېدل او د میلیونونو افغان نجونو د محرومیت پای ته رسېدل له سرپرست حکومت څخه د افغانانو تر ټولو مهمه غوښتنه ده، خو ا.ا د خلکو او نړیوالې ټولنې د غوښتنو پر خلاف د هغوی پر مخ د ښوونځیو دروازې لا هم تړلې دي.

کابل کې د ناروغانو پایوازان په درملتونونو کې د یوشان درملو د بیو له نابرابرۍ سر ټکوي

کابل ښار کې د ناروغانو یوشمېر پایوازان شکایت کوي چې یو ډول درمل په بېلابېلو درملتونونو کې بېلابېلې بیې لري او په وینا یې، درمل پلورونکي د هر ډول درملو لپاره په خپل سر بیې ټاکي. دوی له سرپرست حکومت، په تېره د خوړو او درملو ادارې څخه غواړي چې بازار کې د درملو بیې کنټرول کړي.

افغانانو سره د بشري مرستو کمېدل؛ کارګران: مرستو ته مو اړتیا نوره هم ډېره شوې

خان‌ملا چې د کابل یوه څلورلارې کې یې د مزودورۍ پیدا کولو په موخه دېوال ته ډډه وهلې وايي، سهار وختي له کوره را وتلی چې کار ومومي، خو لا چا نه‌دی بیولی. هغه چې د کورنۍ سرپرستې یې پر غاړه ده وايي، تېرو دوو کلونو کې پنځه ځله ورسره مرسته شوې، خو اوس یې ورته اړتیا ډېره شوې ده.

بامیان ته تلونکي سیلانیان: لومړنۍ اسانتیاوې نشته، د چکر په خوند نه پوهېږو

بامیان د افغانستان د ګرځندویۍ او چکر ولایتونو له ډلې یو دی او وخت‌ناوخت ورته کورني او بهرني سیلانیان ورځي، خو اوس دغه ولایت ته ورتلونکي سيلانيان شکایت کوي چې هلته لومړنۍ اسانتیاوې نشته او دوی له چکر څخه خوند نه‌شي اخیستلی.