
دفاع وزارت: پر «منصوري» او «عزم» قولاوردوګانو هوایي بریدونه نه دي شوي
د ملي دفاع وزارت ویاند عنایتالله خوارزمي نن پر ټویټر لیکلي چې پکتیا کې پر منصوري او هلمند کې پر عزم قول اوردوګانو د بریدونو ادعاوې ناسمې دي.
د ملي دفاع وزارت ویاند عنایتالله خوارزمي نن پر ټویټر لیکلي چې پکتیا کې پر منصوري او هلمند کې پر عزم قول اوردوګانو د بریدونو ادعاوې ناسمې دي.
رویټرز خبري اژانس په کاناډا کې د سرچینو له قوله لیکلي چې دغه هېواد هغه نږدې ۱۰۰۰ افغانان منلي چې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د متحده عربي اماراتو کمپونو ته لېږدول شوي وو. اوس نږدې پنځه زره افغانان د متحده عربي اماراتو د کډوالو په کمپونو کې پاتې دي.
یوشمېر افغان ښځو نن په پروان، کاپیسا، بغلان، بدخشان او پنجشېر ولایتونو کې د بندو دروازو شا ته د احمدشاه مسعود د وژل کېدو تلین ونمانځه.
د مسعود پلویان به په تېرو دوو لسیزو کې پر دې ورځ سړکونو ته راوتل او دا ورځ به یې په ځانګړو مراسمو سره نمانځله، خو سږ کال چې اسلامي امارت پر سیاسي ګوندونو محدودیتونه لګولي، د هغه پلویان ونه توانېدل چې په ازاده فضا او د رسنیو مخې ته یې ونمانځي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف د «اډا» موسسې له لارې په غزني کې څلورو روغتونونو او ۹۶ کلینیکونو ته د لمریزې برښنا وسایل برابر کړي دي.
پکول پر سر کول د افغاني دود او دستور یوه برخه ده چې افغانان یې له لسیزو راهیسې د هېواد په ګڼو ولایتونو کې پالي او اوس خو ان په نړیواله کچه هم مشهور شوی دی.
د هېواد په بېلابیلو سیمو کې پکولونه جوړېږي، خو تر ټولو مشهور پکولونه «کونړي» دي. د دغو پکولونو بازار لا هم په کونړ او نورو ختیځو ولایتونو کې ښه تود دی.
د اسیا کپ په روانو سیالیو کې نن هند او افغانستان سره مخامخ شول. هند په دې لوبه کې لومړی توپوهنه وکړه او افغانستان ته یې د ۲۱۳ منډو هدف وټاکه.
د اسلامي امارت په واکنمېدو سره د هوايي ډګرونو د چارو له ټکني کېدو وروسته، ترکیه، قطر او عربي متحده امارات هغه هېوادونه وو چې د افغانستان د هوايي ډګرونو د مدیریت لپاره یې لېوالتیا وښودله.
خو د اسلامي امارت سرپرست حکومت تراوسه د درېوو بېلابېلو قراردادونو پر بنسټ، د هېواد د نړیوالو هوايي ډګرونو د ټولو برخو مسوولیت دغه شرکت ته سپارلی دی.
افغانستان د اسیا کپ شلاوریزو سیالیو په لړ کې نن له پاکستان سره مخامخ شو چې د دواړو لوریو ترمنځ تر سختې سیالۍ وروسته پاکستان دا لوبه په یوې ویکټې وګټله.
افغانستان د اسیا کپ شلاوریزو سیالیو په لړ کې نن له پاکستان سره مخامخ شو.
په دې لوبه کې پچه پاکستان وګټله او افغانستان ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه. افغانستان د شل اورونو په لوبولو او شپږو ویکټو په سوځېدو سره پاکستان ته د ۱۳۰ منډو هدف وټاکه.
د اسیا کپ په روانو سیالیو کې نن هند او سریلانکا سره مخامخ شول چې د سریلانکا د کرېکټ لوبډلې د هند لوبډلې ته په شپږو ویکټو ماتې ورکړه.
فاریاب کې ځینو سرچینو سلاموطندار ته ویلي چې د حمیدالله په نوم یوه ځوان خپله ځوانه خور په توپانچه ویشتلې او وژلې ده.
دا پېښه نن مازدیګر د فاریاب د مرکز میمنې ښار د دویمې ناحیې په اړوند سیمه کې شوې ده.
کابل کې د پاکستان سفارت ویلي، په پام کې لري چې راتلونکو درېوو کلونو کې د «علامه اقبال» د سکالرشیپ پروګرام له لارې ۴۵۰۰ افغان محصلانو ته د زدهکړو سکالرشیپونه ورکړي.
نږدې یوه میاشت کېږي چې د اسلامي امارت مشر هبتالله اخوندزاده د سوالګرو راټولولو او اړمنو سره د مرستې لارښوونه کړې ده. دا لارښوونه داسې مهال شوې چې افغانستان کې د پخوا په پرتله بېوزلي ډېره شوې او ښارونو کې د سوالګرو شمېر هم زیات شوی دی.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د اسلامي امارت له سرپرست حکومت څخه غوښتي چې نور دې د پر دوی نیوکې نه کوي او د دواړو هېوادونو پخوانیو اړیکو ته دې زیان نه رسوي.
د پاکستان اېکسپرېس ټریبون ورځپاڼې راپور ورکړی چې د شهباز شریف حکومت له اسلامي امارت څخه غوښتي چې نور پر اسلاماباد ښکاره نیوکې ونه کړي. راپور زیاتوي چې اسلاماباد د اسلامي امارت چارواکو له رسمي او توندو نیوکو سره د مخامخېدو تمه نه لري.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي کابل کې د روسیې سفارت ته نږدې له شوي ځانمرګي برید وروسته نن ماښام د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.
ځینو سرچینو وړمه شپه د کابل په دهمزنګ سیمه کې د چاودنې خبر ورکړ او داسې هم ویل کېدل چې هوايي برید شوی دی.
که څه هم اسلامي امارت هغه مهال د دې پېښې په اړه څه ونه ویل، خو د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي سلاموطندار ته ویلي چې هلته یو راکېټ لګېدلی دی.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون