Asset 1SWN

کابل پوهنتون کې د ډیپلومونو نه موجودیت؛ فارغ زده‌کړیالان: وايي پاڼې نشته

پوهنتون-کابل-qaw3jvaknzc06ekspipyi8xtnemfi90ir4gf758sjs

له کابل پوهنتون څخه یوشمېر فارغ زده‌کړیالان شکایت کوي چې ډیپلومونه نه ورکوي. د دوی په وینا، څو ځله یې د ډیپلوم ترلاسه کولو په موخه خپلو پوهنځیو ته ورغلي، خو د ډیپلوم پاڼو نه لرلو له کبله یې نه‌دي ورکړي.

مرتضی چې تېر کال د کابل پوهنتون له ژورنالېزم پوهنځي څخه فارغ شوی وايي، ډیپلوم یې نه درلود او همدا لامل شو چې د نورو هېوادونو له لوري د زده‌کړو اعلان شویو بورسیو ته یې نوملیکنه ونه کړه. هغه زیاتوي: «څو ځله پوهنځي ته ورغلم، وايي پاڼې نشته یا د لوړو زده‌کړو وزارت له‌خوا د ډیپلومونو د وېش بهیر تر بل امر پورې ځنډېدلی دی. نور سندونه چې لرو، ستونزه ډېره نه حلوي او د زده‌کړو د دوام لپاره بورسیو ته نوملیکنه نه‌شم کولای؛ ځکه د لوړو زده‌کړو باوري سند نه لرم.»

د سلام‌وطندار پښتو برخه دلته وڅارئ

ویس‌احمد چې د کابل پوهنتون له ژبو او ادبیاتو پوهنځي فارغ شوی وايي، څو کاري موکې یې د ډیپلوم نه لرلو له کبله له لاسه ورکړې دي. نوموړی زیاتوي: «یو کال کېږي چې فارغ شوی یم. څه موده مخکې لاړم، ویل یې پاڼې نشته. دا ښيي چې زه به د خپلو لوړو زده‌کړو سند ته په میاشتو او کلونو په تمه کېږم. دې ډېرې ستونزې راته جوړې کړي، کار نه‌شم موندلی.»

په همدې حال کې یوشمېر نجونې زده‌کړیالان هم وايي چې د افغان نجونو پر وړاندې د پوهنتونونو د دروازو له تړل کېدو وروسته یې د خپلو زده‌کړو سندونه، په تېره ډیپلوم نه‌دی اخیستی. مروه چې تېر کال د کابل پوهنتون له حقوقو پوهنځي څخه فارغه شوې، وايي: «دا چې نجونې له محرم پرته اجازه نه لري، پلار مې له وري میاشتې راهیسې زما په ډیپلوم پسې ګرځي. څو ځله تللی، خو زما سندونه یې ترلاسه کړي نه‌دي. دغه سندونه مې د څو کلن زیار پایله ده.»

دغه زده‌کړیالان له لوړو زده‌کړو وزارت څخه غواړي چې دا ستونزې یې حل کړي. د کابل پوهنتون له ژورنالېزم پوهنځي څخه فارغه صنم وايي: «هیله لرم چې د لوړو زده‌کړو وزارت دا ستونزه حل کړي؛ ځکه زده‌کړیالان د خپلو لوړو زده‌کړو سندونو ته اړتیا لري. د کار یا بورسیې لپاره، په ځانګړې توګه نجونې خپلو سندونو ته اړتیا لري.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

بله‌خوا د لوړو زده‌کړو وزارت مسوولان وايي چې پر فارغ شویو زده‌کړیالانو د ډیپلومونو د وېش بهیر روان دی او په تېرو دوو کلونو کې یې ۲۴ زره او ۵۵۲ ډیپلومونه وېشلي دي. د دغه وزارت د نشراتو او عامه اړیکو رییس سلیمان شریفي وايي: «د لوړو زده‌کړو وزارت د اړوند مدیریت له لوري د شوي وړاندیز او د دولتي محصلانو چارو د پرېکړې له مخې، یو ځل ټولو دولتي پوهنتونونو او د لوړو زده‌کړو موسسو ته ونډه برابره او د اړتیا وړ ډیپلومونه وېشل شوي او دغه بهیر روان دی. نجونې هم کولای شي چې خپل ډیپلومونه واخلي.»

زده‌کړیالان داسې مهال د لوړو زده‌کړو د ډيپلوم نه ترلاسه کولو په اړه شکایت کوي چې د خپرو شویو شمېرو پر بنسټ، هر کال له ۳۶ زره او ۶۰۰ نه ډېر زده‌کړیالان له دولتي پوهنتونونو او له ۱۷ زره او ۶۰۰ څخه ډېر یې له خصوصي پوهنتونونو څخه فارغېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام