د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د افغانستان په اړه غونډه جوړوي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولۍ یا یوناما وايي چې د دغه سازمان د امنیت شورا نن (د لیندۍ ۲۹مه، د چهارشنبې ورځ) د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه جوړوي. یوناما لیکلي چې ټاکل شوې دا غونډه د نیویارک پر وخت لس بجې او د افغانستان پر وخت د ماښام په اووه‌نیمو بجو جوړه شي.

غزني کې کرنیز او حیواني محصولات نندارې ته کېښودل شول

د غزني د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست نن (د لیندۍ ۲۸مه، د سه‌شنبې ورځ) په دغه ولایت کې د کرنیزو او حیواني محصولاتو نندارتون جوړ کړ. وچې مېوې، د غزني نباتي بوټي، شات او زعفران په دغه نندارتون کې نندارې ته اېښودل شوي دي. ‎

اووه میلیونه افغانان په بېلابېلو هېوادونو کې کډوال دي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل‌الرحمان حقاني د ډسمبر اتلسمې یا د کډوالو نړیوالې ورځې په مناسبت یوې غونډې ته وویل چې اوس په پاکستان، ایران، ترکیه او نورو هېوادونو کې اووه میلیونه افغانان کډوال دي. بله‌خوا په ګاونډیو هېوادونو کې مېشت افغان کډوال د خپل ناوړه وضعیت په اړه اندېښنه ښيي او وايي، بې‌وزلي، وزګارتیا او امنیتي ستونزې لامل شوي چې دوی نورو هېوادونو ته کډوال شي.

ندیم د لغمان پوهنتون مسوولانو ته: د پوهنتون علمي کچه لوړه او د ماسټرۍ پروګرام غوښتنه وکړئ

د لغمان پوهنتون رییس محب‌الله هدایت نن په دغه ولایت کې د لوړو زده‌کړو وزارت د سرپرست ندامحمد ندیم لپاره جوړه شوې غونډه کې له هغه غوښتنه وکړه چې د پوهنتون د ابادۍ او پرمختګ برخه کې ورسره همکاري وکړي، څو یې د انګړ دېوال بشپړ او د پوهنځیو لپاره هم ودانۍ جوړې کړي.

پنجشېر کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ډېر شوی

د پنجشېر د لرې پرتو سیمو یوشمېر اوسېدونکي وايي چې ګڼ‌شمېر ماشومان په دغه ولایت کې پر خوارځواکۍ اخته شوي او روغتیايي خدمتونو ته هم لاسرسی نه لري.
د پنجشېر د درې ولسوالي اوسېدونکې شهلا چې درې ماشومان یې پر خوارځواکۍ اخته دي، له مسوولانو غواړي چې پر دې ناروغي د ماشومانو د اخته کېدو مخه ونیسي.

ا.ا ایران ته: افغان کډوال په زوره مه باسئ، ویې هڅوئ چې بېرته راشي

د ا.ا ویاند ذ.بېح‌الله م.جاهد د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین‌امیر عبداللهیان د څرګندونو په غبرګون کې چې ویلي یې دي، افغانستان دې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي وايي، دغه هېواد باید افغانانو ته لا ډېر فرصت ورکړي او هغوی په زوره را ونه باسي.

کابل کې د غوره ملي خدمتونو دویم نندارتون پرانېستل شو

د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه د غوره ملي خدمتونو د نندارتون دویم پړاو د پنجشنبې ورځ د کابل ښار په دارالامان ماڼۍ کې پرانېستل شو. دغه څلور ورځنی نندارتون د اطلاعاتو او فرهنګ او اقتصاد وزارتونو، د سوداګرۍ او پانګونې خونې او یوشمېر صنعت‌کارانو له‌خوا د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه جوړ شوی دی.

د سلام‌وطندار موندنې؛ د دولتي او خصوصي ادارو د ۲۱ ښځینه کارکوونکو له ډلې د ۱۸ هغو تنخواوې کمې شوي

د سلام‌وطندار موندنې چې د ښځو برخه کې له ۲۱ فعالو ښځو سره د مرکو له لارې ترلاسه شوي، ښيي چې د ۱۸ هغو میاشتنۍ تنخواوې کمې شوې دي. د دغو له ډلې دوو هغو چې یوه یې ډاکټره او بله خبریاله ده، ویلي چې تنخواوې یې کمې شوې نه‌دي، خو په ځنډ ورکړل شوي او یوازې یوې ډاکټرې بیا ویلي چې میاشتنۍ تنخوا یې کمه‌ شوې نه‌ده.

د زابل کروندګر او بڼوال: وچکالۍ له خپلو مېنو کډه کولو ته اړ کړو

په زابل کې یوشمېر کروندګر او بڼوال وايي، اقلیمي بدلونونو تر بل هر وخته د دغه ولایت کرنه او مالداري له سختو ننګونو سره مخامخ کړې ده. د دوی په وینا، د اوږدمهالې وچکالۍ او د هوا بې‌وخته بدلون له کبله يې شنه باغونه او پټي له یوې مخې وچ شوي دي.

ملګري ملتونه: له پاکستانه اېستل کېدونکو افغانانو ته باید د اوسېدو ځایونه برابر شي

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنري له پاکستان څخه د افغان کډوالو د را اېستلو لړۍ په دوام د یکشنبې په ورځ اسوشیېټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي چې له پاکستان څخه ګڼ‌شمېر اېستل شویو افغانانو خپلې شتمنۍ له لاسه ورکړي او د ځان ساتنې لپاره هېڅ هم نه لري.

د غره نړیواله ورځ؛ کارپوهان: افغانستان غرنی هېواد دی، خو ګټه ترې نه‌ده اخیستل شوې

د چاپېریال ساتنې برخې کارپوهان د غره له نړیوالې ورځې سره هم‌مهاله وايي چې د افغانستان د غرني‌والي وضعیت ناسم مدیریت افغانان نورو هېوادونو ته اړ کړي دي. د دوی په وینا، د افغانستان ۷۵ سلنه برخه غرونه دي چې له کبله یې په هېواد کې پنځه اوبه‌يیزې حوزې جوړې دي او شپږ ډوله اقلیم لري.

د هوا پېژندنې ریاست په اتو ولایتونو کې د باران او واورې اورېدو خبر ورکوي

د افغانستان د هوا پېژندنې ریاست نن او سبا په اتو ولایتونو کې د باران او واورې اورېدو وړاندوینه کړې ده.
د هوا پېژندنې رییس محمدنسیم مرادي نن (د لیندۍ شلمه، د دوشنبې ورځ) سلام‌وطندار ته ویلي چې نن او سبا به په بدخشان، تخار، کندوز، بغلان، پروان، پنجشېر او نورستان تر څنګ په سالنګونو کې هم باران او واوره واورېږي.