غزني کې د یوشمېر ډاکټرانو تنخواوې کمې شوي

د غزني د حوزوي روغتون یوشمېر ډاکټران او روغتیايي کارکوونکي وايي، د ۲۰۲۳ کال د وروستيو څلورو میاشتو تنخوا یې نه یوازې په څو میاشتې ځنډ ورکړل شوی، بلکې له ۵۰ تر ۶۰ سلنې پورې کم شوی هم دی. دوی سلام‌وطندار ته ویلي چې د تنخواوو کمېدو له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ کړي دي.

محمد عبدالکبیر: له نړۍ سره د ا.ا اړیکې پراخې شوي

د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال محمد عبدالکبیر وايي چې له نړۍ سره د ا.ا اړیکې پراخې شوې دي.
نوموړي لوګر ته د سفر پر مهال په یوه غونډه کې ویلي چې سرپرست حکومت د نړۍ او سیمې له اووه‌لسو هېوادونو سره رسمي اړیکې لري او د تېر په پرتله، اوس له نړۍ سره د ا.ا سیاسي او اقتصادي اړیکې پیاوړې شوې دي.

امریکا په افغانستان کې د خپلو کونسلګریو پر بېرته پرانېستل کېدو غور کوي

د امریکا غږ انګلیسي څانګې د راپور پر بنسټ، امریکا غواړي په افغانستان کې د خپلو کونسلګریو د بېرته پرانېستل کېدو په اړه غور وکړي.
د دې رسنۍ په وینا، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په نوې تګلاره کې چې د ۲۰۲۳ کال په اکټوبر میاشت کې لاسلیک شوې، کونسلګري خدمتونو ته د خلکو پر لاسرسي او د دوه‌اړخیزو اړیکو پر اړتیا ټینګار شوی دی.

کابل پرون د یوولسو هېوادونو د استازیو په ګډون د سیمه‌يیزې غونډې کوربه و

کابل پرون ناوخته د یوې مهمې سیمه‌ييزې غونډې چې په څه باندې دوو کلونو کې یې مخینه نه لرله، کوربه‌توب وکړ. دا غونډه «د افغانستان سیمه‌ييزې همکارۍ نوښت» په نوم په بهرنیو چارو وزارت کې د دغه وزارت د سرپرست امیرخان متقي په وینا پیل شوه او نورې ویناوې له رسنیو پټې په‌کې وشوې.

ټرافیکي پېښو په لسو میاشتو کې څه باندې ۵۰۰۰ افغانانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

د ټرافیکو عمومي ریاست مسوولان وايي، د روان لمریز کال له پیل څخه تر اوسه په هېواد کې څه باندې درې‌زره ټرافیکي پېښې شوي چې په پایله کې یې تر ۱۵۰۰ ډېر کسان وژل شوي او تر ۴۰۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي. مسوولان پر لويو لارو د ټرافيکي څراغونو نشتوالى، د سړکونو خرابوالى او پر لويو لارو د ټرافيکو مامورانو نشتون د ټرافيکي پېښو اصلي لاملونه بولي.

یونیسف له جګړې د پاتې ماینونو د خطرونو په اړه څه باندې درې‌نیم میلیونه کسان روزي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف د سه‌شنبې په ورځ پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي چې په روان زېږدیز کال کې به له جګړې د پاتې ماینونو د خطرونو په اړه د ماشومانو په ګډون، د ۳،۶ میلیونه کسانو لپاره روزنیز پروګرامونه جوړ کړي.

د کانونو وزارت د ۶۰ زره ټنه تېلو د پلورلو قرارداد یوه افغاني شرکت ته ورکړ

د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولانو نن په یوه ناسته کې د امو سیند د تېلو حوزې څخه د ۶۰ زره ټنه را اېستل شویو تېلو د پلور قرارداد یوه افغاني شرکت ته ورکړ.
د دغه وزارت مسوولان وايي، دغه قرارداد د ۲۵،۵ میلیونه ډالرو دی او پر بنسټ یې ۶۰ زره ټنه تېل د پراسېس لپاره پلورلي دي.

افغانستان د روان کال په لسو میاشتو کې د ۱۲۲ میلیارډه افغانیو صادرات کړي

د سرپرست حکومت د مالیې وزارت د یک‌شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې افغانستان د روان کال له وري میاشتې تر جدې پورې د ۱۲۲ میلیارډه افغانیو سبزي، مېوې او پخته پاکستان، هند او متحده عربي اماراتو ته صادر کړي دي.

عمران‌ خان او شاه‌محمود قریشي په لس کاله بند محکوم شول

د پاکستان یوې ځانګړې محکمې نن د دغه هېواد پخوانی لومړی وزیر عمران خان او د بهرنیو چارو پخوانی وزیر شاه‌محمود قریشي په لس کاله بند محکوم کړل. د عمران خان په مشري د پاکستان تحریک انصاف ګوند هم په لس کاله بند د ده محکومېدو خبر تایید کړی دی.

له ښځې سره د ښځې تاوتریخوالی؛ د ۴۱۲ ښځو ۸۴ سلنه د ښځینه‌وو تاوتریخوالی تجربه کړی

د سلام‌وطندار موندنې چې په ۲۶ ولایتونو کې له ۴۱۲ ښځو او نجونو سره د مرکو له لارې ترلاسه شوي، ښيي چې د ګډونوالو ۸۴ سلنه د ښځینه‌وو له تاوتریخوالي سره مخامخ شوي او پاتې ۱۶ سلنه بیا ویلي چې ښځینه‌وو ورسره تراوسه هېڅ تاوتریخوالی نه‌دی کړی. په دې ډله کې ۹۱ سلنه له اروايي، څلور سلنه له فزیکي او څلور سلنه نورې یې هم‌مهاله له اروايي او فزیکي تاوتریخوالي سره مخامخ شوې دي.

د ا.ا او پاکستاني چارواکو د لفظي شخړو دوام؛ شنونکي: د دوه‌اړخیزو اړیکو په زیان دي

که څه هم پاکستان د ا.ا له واکمنېدو راهیسې له افغانستان سره خپلو اړیکو ته دوام ورکړی، خو دا اړیکې د دواړو لوریو د چارواکو له اختلافونو او لفظي شخړو سره مخامخ شوې دي.
تازه د پاکستان د پوځ لوی درستیز عاصم منیر پر ا.ا نیوکې کړي او ویلي یې دي چې د یوه پاکستاني د ژوند ارزښت له ټول افغانستان څخه زیات دی.

یوان‌ډي‌پي: ۴۰ سلنه افغانان برښنا ته څه‌ناڅه لاسرسی لري

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام یاUNDP د یکشنبې په ورځ په یوه راپور کې لیکلي چې افغانستان د برښنا په برخه کې له سختو ننګونو سره مخامخ دی او یوازې ۴۰ سلنه افغانان برښنا ته لاسرسی لري.
د دغه سازمان په راپور کې لیکل شوي چې د افغانستان ۷۵ سلنه برښنا له نورو هېوادونو را واردېږي.

قاري برکت‌الله سلیم ومړ

د افغانستان نوموتی حافظ قاري برکت‌الله سلیم ومړ.
د خپرو شویو راپورونو پر بنسټ، برکت‌الله سلیم پنځه کلن و چې د قرآنکریم تلاوت یې پیل او په اته کلنۍ یې ټول قرآن حفظ کړی و.
نوموړي د قرآنکریم د حسن‌ قرائت، حفظ، تفسیر او تجوید په دولسو نړیوالو سیالیو کې ګډون کړی او اته ځله یې لومړی مقام ګټلی دی.