د پاکستان له یوه زندانه ۳۰ افغان بندیان خوشې شوي

پاکستان کې د افغانستان د سفارت چارواکو ویلي چې د دغه هېواد د کراچۍ ښار له یوه زندان ۳۰ هغه افغان کډوال چې د قانوني اسنادو د نه لرله له کبله پولیسو بندیان کړي وو، د دوی په هڅو بېرته خوشې شوې دي. باختر خبري اژانس نن سه‌شنبه د لړم ۱۷مه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې دغه افغان کډوال د کراچۍ له یوه زندانه خوشې شوي او بېرته خپل هېواد ته ستانه کړل شوي دي.

هند نړیوال جام کې زمبابوې ته ماته ورکړه

د هند کرېکټ ملي لوبډلې نن د سوپر ۱۲ پړاو په وروستۍ لوبه کې زمبابوې لوبډلې ته د ۷۱ منډو په ماتې ورکولو سره په خپل ګروپ د لومړۍ لوبډلې په توګه نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړه.

نیدرلنډ سوېلي افریقا مات کړ؛ پاکستان او بنګلدېش د نیمه پایلوبې لپاره لوبېږي

د روان کرېکټ شل اووره نړیوال جام سیالیو په سوپر ۱۲ پړاو کې نن په یوې حیرانونکې لوبه کې نیدرلنډ سوېلي افریقا ته د ۱۳ منډو په توپیر ماته ورکړه.

د سوېلي افریقا له دې ماتې سره نیمه پایلوبې ته د پاکستان او بنګلدېش د تلو هيلې ډېرې شوې.

د ۱۴۰۱ کال د کانکور ازموینې پایلې؛ یو هراتی ځوان اول‌نومره شو

د ازموینو ملي اداره نن شنبه د لړم ۱۴مه د یو لړ مراسمو په لړ کې د ۱۴۰۱ کال د کانکور د ازموینې پایلې اعلان کړې. د یادې ادارې د اعلان مخې، سږ کال له هرات ولایت څخه د سلیمان ولد غلام جیلاني په نوم یو زده‌کوونکی په ۳۵۵ نمرو د سږني کانکور عمومي اول نمره اعلان شوی دی.

افغانستان کې د خوارځواکۍ پېښې ۴۷ سلنه زیاتې شوي

د ماشومانو د خوندیتوب سازمان (Save the Children) د یوه راپور په خپرولو سره په افغانستان کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د شمېر له ډېروالي خبر ورکړی دی.

د ماشومانو د خوندیتوب سازمان د لړم په نهمه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې افغانستان کې د بې‌‌وزلي او لوږې له زیاتوالي سره هم‌مهاله دغه هېواد کې د خوارځواکۍ پېښې ۴۷ سلنه زیاتې شوې دي.