Asset 1SWN

سوریا کومار یادوف د نړیوالو شل اووره سیالیو غوره توپوهونکی شو

image_(70)_1644312018580_1644312024315

د کرېکټ شورا له لوري د نړیوالو شل اووره لوبو په تازه درجه بندۍ کې د هند د کرېکټ ملي لوبډلې توپوهونکی سوریا کومار یادوف د نړۍ د غوره توپوهونکي په توګه اعلان شوی دی.

سوریا کومار یادوف په روان کرېکټ شل اووره نړیوال جام او د وروستي یوه کال پر مهال د هند کرېکټ ملي لوبډلې لپاره ډېر ښې لوبې کړې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړی په ۸۶۳ امتیازونو سره د شل اووره نړیوالو سیالیو لومړی نمبر لوبغاړی اعلان شوی دی.

له نوموړي وروسته د پاکستان د کرېکټ لوبډلې لوبغاړی محمدرضوان دویم او د نیوزیلنډ د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي ډاوېډ کانوې درېیم ځای خپل کړی دی.

په نوې درجه‌بندۍ کې د پاکستان بل توپوهونکی بابر عظم د نړیوالو شل اووره لوبې د غوره توپوهونکو د درجه‌بندۍ په نوملړ کې څلورم ځای لري، خو هندی ویرات کوهلي بیا د دې جدول په لسم ځای کې دی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دې وړاندې د کرېکټ شل اووره سیالیو د توپ اچوونکو په اعلان شوې تازه درجه‌بندۍ کې راشید‌خان بیا د نړۍ د شل اووره لوبو د غوره توپ‌اچوونکي په توګه معرفي شوی و.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام