Asset 1SWN

هند په یوې په زړه پورې سیالۍ کې بنګلدېش ته ماته ورکړه

348673

د اسټرالیا په کوربه‌توب د روان ۲۰۲۲ کال کرېکټ شل اووره نړیوال جام سیالیو په لړ کې نن د هند کرېکټ ملي لوبډلې په یوې په زړه‌پورې سیالۍ کې د بنګلدېش لوبډلې ته د پنځو منډو په توپیر ماته ورکړه.

د هند کرېکټ ملي لوبډلې په دغه سیالي کې لومړی توپوهنه وکړه او د ویرات کوهلي او کېل راهول د نیمه سلیزو پر مټ یې وکولای شوای چې په ټاکل شویو شلو اورونو کې د شږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۴ منډې جوړې کړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د هند لپاره ویرات کوهلي ناسوخېدلې ۶۴ او کېل راهول ۵۰ منډې وکړې. بل‌خوا د بنګلدېش کرېکټ ملي لوبډلې بهترینه لوبه وکړه، خو باران یې دغه لوبه خرابه کړه.

د بنګلدېش لوبډلې له باران وړاندې په اوو اورونو کې ۶۶ منډې جوړې کړې او کوم لوبغاړی یې نه سوځېدلی، خو وروسته لوبه د باران له کبله ۱۶ اورونو ته راښکته شوه او هدف ۱۵۱ منډې وټاکل شو.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

بنګلدېش په ۱۶ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو یوازې ۱۴۵ منډې جوړې کړې او دغه لوبه یې د پنځو منډو په توپیر وبایلله.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام