د پاکستان سوات کې د ښوونځي پر یوه موټر وسله‌وال برید شوی

پاکستاني رسنیو نن دوشنبه د تلې ۱۸مه راپور ورکړی چې د دغه هېواد د سوات په چارباغ سیمه کې د ښوونځي د زده‌کوونکو پر موټر وسله‌وال برید شوی چې له امله یې موټر چلوونکی وژل شوی او یو زده‌کوونکی ټپي دی.

ګڼ‌شمېر کسانو پرون په سوات کې د دغو دوو کسانو جسدونه سره لاریون هم وکړ او د عدالت غوښتنه یې کوله.

کابل کې چاودنې درې ملکیان ټپیان کړي

د کابل د امنیې قومنداني ویاند خالد ځدراڼ وايي چې د کابل د پنځمې امنیتې حوزې اړوند سیمه کې نننۍ چاودنې درې ملکیان ټپیان کړي دي.

خالد ځدراڼ نن شنبه د تلې ۱۶مه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چاودنه د پنځمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د ملکیانو پر یوه کاسټر موټر شوې ده. د کابل د امنیې قومنداني ویاند همداراز لیکلي، چاودنه د سړک ګلدان کې د ځای پر ځای شويو چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوې.

بښنې نړیوال سازمان: ا.ا غواړي افغان ښځې له ټولنې څنډې ته کړي

د بښنې نړیوال سازمان یو ځل بیا افغانستان کې د ښځو بد وضعیت او ټولنې څخه د هغوی څنګ ته کولو څخه اندېښنه ښوولې.

سره له دې چې تېرو دوو لسیزو کې افغان ښځو سیاسي او ټولنیزو برخو کې نسبي حضور درلود، خو د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته، حکومت او سیاست څخه څنډې ته کړل شوي دي.

ټایلنډ کې یوه وسله‌وال کس ۳۴ کسان وژلي

په ټایلنډ کې رسنۍ وايي، د دغه هېواد په پلازمېنه بنګاک کې یوه وسله‌وال کس د ماشومانو د ساتنې پر یوه مرکز برید کړی او د ماشومانو او لویانو په ګډون یې ۳۴ کسان وژلي دي.

کرن ډېکر: امریکا به هېڅ‌کله افغانستان کې پوځي مداخله ونه‌کړي

د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیرې کرن ډېکر ویلي چې امریکا به په راتلونکې کې هېڅ‌کله په افغانستان کې له پوځي لارې مداخله ونه‌کړي او په وینا یې، څوک د داسې پرېکړې تمه نه‌لري.

کرن ډېکر یوې انلاین غونډې ته د وینا پرمهال ویلي، د افغانستان له اوسني سرپرست حکومت سره ډيپلوماټيکه راشه درشه اغېزمنه ده.