
د پوهنې وزارت سرپرست افغانستان کې د یونېسف له استازي سره کتلي
د پوهنې وزارت نن پنچشنبه د تلې اوومه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، افغانستان کې د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ادارې یا یونېسف استازي محمداګ ایویا د دغه وزارت له نوي سرپرست حبیبالله اغا سره کتلي دي. په افغانستان کې د یونېسف استازي هم ویلي، دغه بنسټ به تل له پوهنې وزارت ملاتړ کوي او ترڅنګ به یې ولاړ وي.














