اسلامي امارت د کابل پر «کاج» ښوونیز مرکز برید «لوی وحشت» بللی

د ا.ا ویاند ذبېح‌الله مجاهد نن پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې کابل کې پر کاج ښوونیز مرکز برید یو لوی وحشت دی.

نوموړي لیکلي: «ا.ا د کابل دیارلسمه امنیتي حوزه کې پر کاج ښوونیز مرکز برید یو لوی وحشت بولي او په کلکو ټکو یې غندي. د دې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوي.»

د کابل نننۍ چاودنې ته غبرګونونه؛ کرن ډېکر: شرمناک عمل دی

د افغانستان لپاره د امریکا شاژدافیرې کرن ډېکر د کابل په لوېدیځ دشت‌برچي سیمه کې پر «کاج» ښوونیز مرکز نننی برید غندلی او هغه یې یو شرمناک عمل بللی دی.

د افغانستان لپاره د امریکا شاژدافیرې په دغه برید کې د قربانیانو  کورنیو سره خپله خواږي څرګنده کړې او ټپیانو ته یې د بېړنۍ روغتیا هیله ښودلې ده.

د پوهنې وزارت سرپرست افغانستان کې د یونېسف له استازي سره کتلي

د پوهنې وزارت نن پنچ‌شنبه د تلې اوومه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، افغانستان کې د ماشومانو لپاره د ملګرو‌ملتونو ادارې یا یونېسف استازي محمداګ ایویا د دغه وزارت له نوي سرپرست حبیب‌الله اغا سره کتلي دي. په افغانستان کې د یونېسف استازي هم ویلي، دغه بنسټ به تل له پوهنې وزارت ملاتړ کوي او ترڅنګ به یې ولاړ وي.

افغانستان کې د ترهګرو ډلو د حضور په اړه د ملګرو‌ ملتونو د سرمنشي اندېښنه

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټرېش په یوه راپور کې چې ټاکل شوې د دغه سازمان امنیت شورا ته یې وړاندې کړي، افغانستان کې د بهرنیو ترهګرو ډلو په ځانګړې توګه القاعده شبکې د حضور په اړه یې په‌کې اندېښنه ښودلې ده. د ملګرو ملتونو عمومي منشي نن د دغه سازمان امنیت شورا ته د افغانستان وضعیت په اړه خپل درې میاشتنی راپور وړاندې کوي.

پاکستان له امریکا د افغانستان پر فضا له ګرځېدونکې بې‌پېلوټه الوتکې میلیونونه ډالر اخلي

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال نن کابل کې د «ګرځندوی نړیوالې ورځې» په نمانځغونډه کې وویل، پاکستان له امریکا د افغانستان پر فضا له ګرځېدونکې هرې بې‌پېلوټه الوتکې میلیونونه ډالر اخلي. نوموړی زیاته کړه داسې ویډیوګانې په لاس کې لري چې د امریکا بې‌پېلوټه الوتکې له کوم ځایه او له کومې لارې د افغانستان فضا ته ننوځي.

د افغانستان بانک سبا «یوولس» میلیونه ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د ارزښت ساتلو په موخه، سبا دوشنبه ۱۱ میلیونه ډالر بازار ته د لیلام په توګه وړاندې کوي.

د افغانستان بانک نن یکشنبه د تلې درېیمه پر خپله ټوېټرپاڼه له ټولو صرافانو او سوداګریزو بانکونو غوښتنه کړې چې په دغه داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

ملګر‌ي‌ملتونه پاکستان کې ۸۰۰زره افغان سېلاب ځپلیو سره مرسته کوي

پاکستاني رسنیو د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یا (یو‌اېن‌اېچ‌سي‌ار) د چارواکو له قوله راپور ورکړی چې دغه اداره په پام کې لري چې یاد هېواد کې ۸۰۰زره سېلاب ځپلیو افغان کډوالو سره مرسته وکړي.

رسنیو همداراز ویلي چې اسلام‌اباد کې د امریکا سفارت دغه هېواد کې له سېلاب ځپلیو سره د دوو میلیونو ډالرو نوې مرستې اعلان هم کړی دی.

شهباز شریف: د افغانستان هېرول به لویه «تېروتنه» وي

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف وايي، نړۍ باید افغانستان کې د وضعیت ښه‌والي په موخه له یوه بل سره همکاري وکړي او افغانستان باید له پامه ونه غورځول شي.

نوموړي دغه څرګندونې نن جمعه د ازبکستان په سمرقند ښار کې د شانګهای همکاریو سازمان د غړیو هېوادونو د مشرانو په غونډه کې کړي دي.

پکتیا کې د ا.ا او د پاکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته شوې

د ا.ا د ویاند مرستیال بلال کریمي نن چهارشنبه د وږي ۲۳مه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د ډیورنډ پر فرضي کرښه د ا.ا او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته رامنځته شوې ده. بلال کریمي زیاته کړې چې پاکستاني ځواکونو غوښتل د ډیورنډ کرښې ته نږدې پوسته جوړه کړي، خو د ا.ا ځواکونو یې مخه نیولې چې په پایله کې یې د دواړو لوریو ترمنځ نښته شوې ده.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت: کابل ښار کې مو تراوسه ۵۹۱۴ سوالګر ټول کړي

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت نن چهارشنبه د (وږي ۲۳) پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د کابل ښار له بېلابېلو سیمو څخه یې تراوسه د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵۹۱۴ سوالګر راټول کړي دي. همداراز د کابل له بېلابېلو سیمو څخه په راټولو شویو ۵۱۸ نارینه سوالګرو کې ۱۳۸ یې مستحق او ۳۸۰ یې مسلکي ښودل شوي دي.

افغانستان نن اسیا کپ کې له هند سره لوبه کوي

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله نن د اسیا کپ روان څلور غوره پړاو سیالیو په لړ کې د هند کرېکټ ملي لوبډلې پر وړاندې لوبه کوي. دواړه لوبډلې اسیا کپ څخه بهر شوي او دغه لوبه یوازې تشریفاتي بڼه لري. ټاکل شوې چې یاده سیالي نن ماښام د افغانستان په وخت ۶:۳۰ بجې پیل شي. افغانستان او هند دواړو په روان پړاو کې له پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې څخه ماتې خوړلې دي.