د افغان ښځو یوه بنسټ نن د کابل په مرکزي سیلو کې له لسګونو بې‌وزله کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه. دا مرستې پر داسې کورنیو هم ووېشل شوې چې وايي، ډېرې شپې یې له خپلو بچیانو سره په وږي نس د خوب غېږې ته پناه وړې ده.

مینه‌ګل هغه مېرمن ده چې د خپلې اته کسیزې کورنۍ سرپرستي یې پر ‌غاړه ده او ډېر کله یې بچیان په شپو-شپو نهار پاتې کېږي. هغه وايي: «خاوند مې د میدان پر لاره وژل شوی دی. وضعیت مو ښه نه دی. اته یتیمان لرو، په دوو او درېوو ورځو کې هم وږي یوو. ډېر کله په یو وخت او دوه وخته ډوډۍ سره ډېر وږي کېږو.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

په ورته وخت کې یوه بله مېرمن کریمه چې له خپل شپږ میاشتني ماشوم سره د مرستې ترلاسه کولو په موخه راغلې وايي، خاوند یې وزګار دی او که خپلوان او ګاونډیان یې مرسته ورسره و نه ‌کړي، په ورځو‌-‌‌ورځو به وږي پاتې شي.

کریمه زیاتوي: «خاوند مې مخکې سرتېری و او اوس وزګار دی. اووه کسه یوو. شپږ میاشتې کېږي چې د کور کرایه مو نه‌ده ورکړې. تر اوسه مو د نورو په مرسته وخت تېر کړی او نورو مرستو ته هیله‌مند یوو.»

دغه خوراکي توکي چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په همغږۍ د «ښځې د افغان ښځو لپاره» بنسټ له لوري پر شاوخوا څلور سوو کورنیو ووېشل شول، اوړه، غوړي، وریجې او ځینې نور توکي په‌کې شامل وو.

د دغه بنسټ مسوول فریدالدین نوري وویل، غواړي په راتلونکي کې هم له کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سره په همغږي له ۱۵۰۰ نورو اړمنو کورنیو سره هم د خوراکي توکو مرستې وکړي.

بله‌خوا د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل‌الرحمان حقاني وویل، غواړي له مرستندویه سازمانونو سره په همغږۍ پر اړمنو کورنیو د دا ډول مرستو وېش ته دوام ورکړي. د نوموړي په وینا، یوازې په تېرو دوو یا درېوو میاشتو کې له ایران څخه شاوخوا ۵۳ زره افغان کډوال بېرته هېواد ته را ستانه شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې د خوړو نړیوال پروګرام په ځلونو افغانستان کې د بې‌وزله کورنیو شمېر سلګونه زره یاد کړی او د بې‌وزلۍ کچې د لوړېدو په اړه یې هم خبرداری ورکړی، خو اسلامي امارت بیا وايي، هڅه کوي چې خلکو ته په کور دننه د کار اسانتیاوې برابرې کړي او د ځینو بنسټیزو پروژو په پلي کولو سره د بې‌وزلۍ کچې زیاتوالي مخه ونیسي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *