د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ناروې ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د یوشمېر خیریه موسسو له مسوولانو سره لیدلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخلي پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې دغه لیدنه نن په اوسلو کې د افغانستان بشري وضعیت په اړه د ناروې هېواد له ۷ خیریه موسسو سره ترسره شوې ده.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نوموړي په وینا، په دغه ناسته کې د خیریه موسسو استازیو له افغانستان سره د پوهنې، کرنې او مالدارۍ، ماینپاکۍ او بشردوستانه مرستو په برخه کې د مرستو ژمنې کړي دي.
بلخي زیاته کړې چې د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې شته امنیت یو ښه فرصت بللی او د مرستو د وېش په برخه کې یې د اسلامي امارت له لوري په بشپړه توګه ډاډ ورکړی دی.
له دې وړاندې هم د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د ناروې اوسلو ته په خپل درې ورځني سفر کې د لوېدیځو او اروپايي ټولنې د هېوادونو له استازیو سره خبرې کړي دي.