تېره ورځ شاوخوا ۴ نیمې بجې مې د یوې چاودنې لوړ غږ واورېده. له لوړ غږ څخه یې ښکارېده چې زموږ کورته نږدې د لویې چاودنې غږ و. په فېسبوک کې مې پلټنه پیل کړه.
د فیسبوک کاروونکيو لیکلي وو چې د دشت برچي پل خشک سیمه کې د کوثر دانش ښوونيز مرکز ته نږدې چاودنه شوې.
له څو دقیقو وروسته کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان وکړ چې یوه ځانمرګي غوښتل چې ښوونيز مرکز ته دننه شي چې د امنیتي ساتونکيو له لوري تر پېژندنې وروسته یې کوڅه کې ځان ته چاودنه ورکړه.
دا خبر هرځای خپور شو. د موعود په کورس له شوې چاودنې دوه کاله وروسته دا دويم ښوونيز مرکز دی چې په دشت برچي کې پرې برید کېږي.
بیا هم هغه ځوانان چې غوښتل یې پوهنتون ته لاړ شي، په وینو ولمبېدل او خپلو هیلو ته ونه رسېدل.
خو داځل د کورنیو غبرګون توپير درلود. کورنۍ نور په کورسونو، ښوونځیو او پوهنتونونو کې د چاودنو د زغملو توان نه لري.
له شک پرته نهشي کولای هره ورځ د خپلو اولادونو د قربانیو شاهد و اوسي.
محمد جواد چې د خپل زوی د مرګ خبر یې له فېسبوک څخه ترلاسه کړی، په ژړا او له سترګو يې اوښکې بهېږي وايي، نور خپلو اولادونو ته د درس ویلو اجازه نه ورکوي.
محمد جواد په دوبۍ کې په کار بوخت و، کله چې د زوی له مرګ څخه خبرېږي کابل ته راځي.
خپلوان یې هغه مخامخ هغې هدیرې ته وړي چې په پام کې ده ۱۸ کلن زوی یې «محمد هادي» هلته خاورته وسپارل شي.
هغه چې ۶ اولادونه لري وايي، که وضعیت همداسې دوام وکړي، نور خپلو اولادونو ته د درس ویلو اجازه نه ورکوي.
د محمد جواد په څېره کې د زوی د مرګ شوک له ورایه ښکاري. نوموړی وايي، هادي دولسم ټولګي کې و او غوښتل یې د سږکال کانکور کې ګډون وکړي. هغه وايي چې زوی یې غوښتل ټولنې ته د ښه خدمت جوګه شي.
د تېرې ورځې د چاودنې د یوه بل وژل شوي پلار محمد تقي وايي چې د چاودنې د غږ له اورېدو وروسته یې زوی ته زنګ وواهه، خو ټیلفون یې بند و.
مصطفی اقبالي ۱۸ کاله عمر درلود او په دشت برچي کې د عبدالرحیم شهید لېسې زدهکوونکی و. مصطفی خپل پلار ته ویلي و چې غواړي درس ولولي؛ ځکه ټولې بدبختۍ چې خلک ورسره لاس او ګرېوان دي، د ناپوهۍ له کبله دي.
محمد تقي وايي، زوی یې مصطفی له ستړیا پرته هڅه کوله چې درس ولولي او نورو ته هم زدهکړه ورکړي څو هېڅ مور د ناپوهۍ له کبله چې ډېر خلک پرې ککړ دي، د خپل اولاد داغ ونه ګوري.
تقي له ډېرې پلټنې وروسته د خپل زوی بې روحه جسم له روغتون څخه پیدا کوي.
په دې چاودنه کې د لسګونه ځوانانو او نویو ځوانانو د وژل کېدو ترڅنګ یو زیات شمېر هېوادوالو له مادي اړخه هم زیان لیدلی دی.
د کوثر دانش ښوونيز مرکز ګاونډ کې د یوې کورنۍ غړی وايي چې په کور کې یې مور یوازې وه، کله چې د کور ترڅنګ یې له چاودنې خبر شو په چټکۍ کورته لاړ، ځکه په دې پېښه کې یې د مور ټیلفون مات شوی و.
د دې ځوان مور وايي، د چاودنې د غږ له اورېدو وروسته یوه کونج ته لاړه او بې هوښه شوې وه. دا زړه مېرمن وايي چې د ګاونډي ښځې یې هغه خپل کور ته وړې وه او ترڅو چې په هوښ راتله هلته وه.
دا زړه مېرمن چې کله بېرته خپل کورته راځي له ورانیو سره مخ کېږي. د کور دروازه یې له ځایه بېځایه شوې وه او په انګړ کې یې د غوښې او هډوکو ټوټې لیدل کېدې.
دا تر ۶۰ د زیات عمر لرونکې مېرمن وايي، دا لومړی ځل و چې د داسې یوې چاودنې شاهده وه.
ددې ښوونيز مرکز خواته د هلکانو لیلیه هم شته. یو زدهکوونکی چې په دې لیلیه کې اوسېږي وايي، یو لوړ غږ یې واورېده او له هغه وروسته یې کوټې ته د غوښې ټوټې، د موټر ټایر او ښيښې را ولوېدې.
هغه وايي چې لسګونه جسدونه یې لیدلي او یو شمېر یې لېږدولي دي. دغه زدهکوونکی چې له بل ولایت څخه کابل ته راغلی وايي، تردې وروسته په دې لیلیه کې نهشي اوسېدلای او اړ دی چې ځان ته بل ځای وګوري.
د تېرې ورځې د چاودنې د قربانیانو کورنۍ له دولت څخه غواړي څو امنیت یې ټینګ کړي.
دوی وايي چې حکومتي چارواکي د هېوادوالو د امنیت ساتنې مکلفیت لري او که دا یې له وسې پوره نه وي نو بهتره ده چې د حکومتوالۍ چارې نورو پیاوړو کسانو ته وسپاري.
د کوثر دانش ښوونيز مرکز هم له حکومت څخه غواړي چې وضاحت ورکړي او د دې پېښې په اړه هر اړخیزه څېړنه وکړي.
د دې مرکز مسوولان له ملي او نړيوالو بنسټونو غواړي څو دا پېښه چې ملکي وګړي یې قربانیان دي، د جنګي جنایت په توګه په رسمیت و پېژني.