Asset 1SWN

د بشر حقونو کميسيون: د تېرې ورځې بريد دې هر اړخيز وڅېړل شي

ااا-oxfkn6vm1kpvtejg66mtq3efgs9hwk34zg5d75779w

د افغانستان د بشر د حقونو کميسیون له حکومته غوښتي چې د تېرې ورځې بريد چې پر کوثر دانش ښوونيز مرکزه ترسره شو، په هراړخيزه توګه وڅېړي او عاملان يې دې محاکمه کړي.

ياد کميسيون ياد بريد د بشر د حقونو د نړيوالو اصولو، قواعدو او مقرراتو پر خلاف او جنګي جنايت بللی دی.

د بشر د حقونو  له کميسیون نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دوی د کميسيون د موندنو پر بنسټ د تېرې ورځې بريد کې ۲۵ زده‌کوونکي « هلکان او نجونې» وژل شوي او شاوخوا ۵۲ نور ټپيان شوي دي.

ياد کميسيون د ملکيانو پر موخه ګرځولو اندېښنه ښودلې او د جګړو له دواړو لوريو يې غوښتي چې جګړې ودروي او د خبرو له لارې دې جوړجاړی وکړي.

د بشر د حقونو  کميسیون په ملګرو ملتونو، د افغانستان نړیوالو ملاتړ کوونکيو، اسلامي هېوادونو او د اسلامي نړۍ لوی او نفوذ لرونکي عالمانو څخه غوښتي چې په افغانستان کې د جګړې پای ته رسولو لپاره په دواړو خواو «هدفي فشار» واچوي.

تېره ورځ مازديګر شاوخوا ۴ بجې او ۳۰ دقیقې د کابل ښار ۱۳مې حوزې اړوند د دشت برچي پل خشک سيمه کې يوه ښوونيز مرکز ته نږدې ځانمرګي بريدګر ځانته چاودنه ورکړه.

د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په دې بريد کې ۱۷ کسان ووژل شول او ۵۷ نور ټپيان شول.

د دې بريد مسووليت داعش ډلې پر غاړه واخيسته؛ خو ولسمشرۍ ماڼۍ د ياد بريد د غندلو ترڅنګ د دې بريد مسووليت پر طالبانو واچاوه؛ خو د طالبانو يوه وياند رسنيو ته وويل چې بريد دوی نه دی کړی.

پر کوثر ښوونيز مرکز بريد کورني او نړيوال غبرګونونه هم له ځان سره لرل.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام