د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولانو نن «د ملي صادراتو ناستې په نوم جوړې شوې غونډه کې پر ګاونډیو هېوادونو غږ وکړ چې پر افغاني محصولاتو او توکو دې تعرفې کمې کړي. دا غونډه د هغو ۶۰ کورنیو سوداګریزو شرکتونو د ستاینې لپاره جوړه شوې وه چې تر نورو ډېر یې کورني تولیدات او محصولات بهر ته لېږلي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال یونس مومند وايي، سوداګر په ګاونډیو هېوادونو کې پر افغاني توکو د تعرفې لوړوالي له کبله ډېر صادرات نه شي کولای او په‌کار ده یاد هېوادونه، په تېره ایران پر افغاني توکو تعرفې را کمې کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجرایوي رییس شفیق‌الله عطایي بیا له اسلامي امارت څخه وغوښتل چې په ګمرکونو کې د سوداګرو شته ستونزې حل کړي. د هغه په خبره، په تېر میلادي کال کې یې د یو میلیارډ او ۹۶ میلیونه افغانیو په ارزښت بېلابېل توکي بهر ته صادر کړي دي.

په همدې حال کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی خان‌جان الکوزی وايي، هېواد کې د لاسي صنایعو او غالیو سوداګري کمه شوې او په‌کار ده چې حکومت ورته ځانګړی پام وکړي.

د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدراعظم بیا وايي چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې یې د پخوا په پرتله ډېره پسته را ټوله کړې ده. د هغه په وینا، سږ کال یې ۳۰ زره ټنه پسته چې ۲۰ میلیونه افغانۍ کېږي، را ټوله کړې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام