له تېرو دوو ورځو راهیسې ځینو راپورونو کې ویل کېږي چې د اسلامي امارت د مشر ملا هبتالله اخند په مشري کندهار کې د امارت د چارواکیو ترمنځ غونډه روانه ده.
د یادې غونډې هدف د اسلامي امارت د چارواکیو ترمنځ د داخلي اختلافاتو حل او کابینه کې د داسې بدلونونو رامنځ ته کول ښودل شوي چې وکولای شي، راتلونکې کې نړیوال رسمیت ترلاسه کړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د اسلامي امارت پخوانی چارواکی سید اکبراغا کندهار کې د دغې غونډې جوړېدل تاییدوي، خو د امارت د چارواکیو ترمنځ کورني اختلافات بېبنسټه بولي.
دی وایي، ښايي کندهار کې د اسلامي امارت د مشرانو ترمنځ غونډه کابینه کې د ځینو بدلونونو د راوستو او د بهرنیو هېوادونو لهخوا د رسمیت پېژندلو مسلې په موخه وي، خو په وینا یې، په داسې څه به بحث نهکوي چې د افغانستان خپلواکي له منځه یوسي.
کندهار کې ځینو ځایي سرچینو هم د نوم نهاخیستو په شرط سلاموطندار ته وویل، د اسلامي امارت د مشرانو ترمنځ دغې غونډې ته جدي تدابیر نیول شوي او لاهم دوام لري.
د سرچینو په خبره، دغه غونډه کې د رییس الوزرا او د هغه د مرستیالانو او د دفاع او کورنیو چارو سرپرست وزیرانو په ګډون د کابینې ۱۵ غړي برخه لري.
سرچینې زیاتوي، دې غونډه کې د نړیوالو لهخوا د رسمیت پر پېژندو، کابینه کې د بدلون او خپلمنځي اختلافاتو پرسر خبري کېږي.
په همدې حال کې د اسلامي امارت بل پخوانی چارواکی محمدحسن حقیار وایي، دا د کابینه غونډه ده چې له دوشنبې ورځې راهیسې کندهار کې د کابینې غړیو او د اسلامي امارت مشرانو ترمنځ دوام لري او ښایي کابینه کې ځینې بدلونونه راوستل شي او له بهر څخه یوشمېر کسان د کابینې نویو غړیو په توګه معرفي شي.
خو دی وایي، ښایي دغه غونډه پر ډېرو اساسي بدلونونو توافق ونهشي او اسلامي امارت به ونه توانېږي چې د بهرنیانو قناعت ترلاسه کړي، څو دوی په رسمیت وپېژني. حقیار دا خبره هم ردوي چې ځینې پاکستاني چارواکي دې دغه غونډه کې ګډون ولري.
نوموړي وویل: «د کابینې دا غونډه تر نورو غونډو مهمه او متفاوته ده. په همدې خاطر کندهار کی جوړه شوې او د اسلامي امارت د مشر تر رهبرۍ لاندې جوړه شوې، زما په باور دې غونډه کې د افغانستان د بیرق او د کابینې د غړیو په تغیر او تبدیل بحث کېږی.»
مونږ هڅه وکړه د موضوع په تړاو د اسلامي امارت د ویاندویانو نظر ترلاسه کړو، خو هغوی د دغې مسلې د تایید او رد په اړه څه ونه ویل.