د نيمروز ولايت يوې ښځينه سوداګرې رېزه‌ګل نظري چې د تېر حکومت له ړنګېدو وروسته يې په دغه ولايت کې د ښکلا يو انلاين پلورنځی جوړ کړی وایي، دغه پلورنځی یې د خپل خاوند په مرسته پرانېستې، څو په اوسنيو شرايطو کې چې ښځې له ګڼو ستونزو سره مخ دي، خدمات وړاندې کړي.

مېرمن نظري زیاتوي، دغه کار یې په ډېر کم لګښت پیل کړی او اوس نورو ښځو لپاره د کاري زمینې ترڅنګ، ښه عاید هم لري. د رېزه‌ګل په وینا، ټولې روغتیایي او د ښکلا یا سینګار سپارښتنې انلاین ترلاسه کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

رېزه‌ګل وایي: « زموږ د انلاین بیوټي سټور جوړولو موخه دا وه چې کله هېواد سقوط وکړ او په هېواد کې اقتصادي بحران رامنځته شو، موږ غوښتل د خپل ښار مېرمنو لپاره یو نوښت وکړو او زموږ نوښت، انلاین ښکلا پلورنځی رامنځته کول و او غوښتل مو چې له دې لارې په خپل ښار کې نورو ښځو ته هم کار پیدا کړو.»

د مېرمن نظري خاوند شاه‌رُوخ ازاد چې د خپلې مېرمنې له دې اقدام څخه خوښ دی وایي، د خپلې مېرمنې او د دغه ولایت د نورو ښځو د دغه کار د پراختیا لپاره هڅه کوي.

هغه مېرمنې چې د دغه انلاین پلورنځي له روغتیایي او ښکلا محصولاتو څخه کار اخلي وایي چې د دې ډول پروګرامونو جوړول به نورو افغان مېرمنو ته د کار او سوداګرۍ زمینه برابره کړي څو دوی هم د خپلو کورنیو په اقتصادي وده کې ونډه واخلي.

شیما چې د نیمروز ولایت اوسېدونکې ده د دغه پلورنځی له جوړېدو هرکلی کوي او وایي: «داسې یوه هیله یې راژوندۍ کړې چې نورې مېرمنې هم کولی شي لویې سوداګرۍ پیل کړي او مهمه خبره دا ده چې دغه ډول کارونه نورو مېرمنو ته کاري زمینې هم برابروي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

ستاره چې د دغه انلاین پلورنځی له مشتریانو څخه ده، له دوی څخه د توکو اخیستل له بازار څخه غوره ګڼي، ځکه د هغې په وینا، اړتیا نشته چې بازر ته ولاړې شي او کرا ورکړي. ستاره د دغه پلورنځي له خدماتو څخه راضي ده او وایي چې نورې مېرمنې هم باید د ټولنې ودې لپاره فکر وکړي او د دغو متشبثو ښځو لار تعقیب کړي.

د دغه انلاین پلورنځي مسوولان وایي، دوی هغو ځوانانو لپاره چې کتاب لوستلو ته لیواتیا ولري په وړیا توګه کتابونه رسوي.

کلیدواژه‌ها: //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام