د جوزجان ولایت د اقچې ولسوالي قومي مشر د خپلې شخصي ځمکې پر سر د څه باندې ۲۵۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د یوه ښوونځي د جوړېدو چارې پیل کړې. د جوزجان د پوهنې ریاست چارواکي وايي، دغه ښوونځی به په دوو پوړونو کې په پاخه او اساسي ډول جوړ شي چې په دوو درسي ټایمونو کې به د څه باندې ۳۰۰۰ نارینه او ښځینه زده کوونکو د ځایدو ظرفیت ولري.

د جوزجان د پوهنې رييس محمد طاهر جواد وایي چې د دغه ولايت په اقچې ولسوالي کې د څه باندې ٢٥٠ زره امريکايي ډالرو په لګښت د ٣٢ خونو د ودانۍ د بنسټ ډبره په دوو پوړونو کې په پاخه او اساسي ډول کېښودل شوه. د هغه په وینا دا ښوونځی په درې جریبه ځمکه جوړېږي چې د بنسټ ډبره یې د جوزجان د سیمه‌ییزو او امنیتي مسوولانو په حضور کې کېښودل شوه.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د جوزجان د پوهنې د رييس په وينا، د ياد ښوونځي د جوړېدو لګښت د دغه ولايت د اقچې ولسوالي د يوه قومي مشر عبدالله صافي له خوا ورکول کېږي. نوموړی زیاتوي، دغه ښوونځی په دوو ټایمونو کې به د څه باندې درې زره نارینه او ښځینه زده‌کوونکو د ځایدو ظرفیت ولري چې د دریو میاشتو په موده کې به بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

په همدې حال کې د جوزجان والي داملا شعیب رسالت وايي چې د دغې ښوونځی په بشپړېدو او د هغې په فعالیدو سره به زده‌کوونکو ته د زده‌کړې لپاره مناسب ځای پیدا شي. نوموړي له نورو مخورو او مشرانو څخه وغوښتل چې د جوزجان په مرکز او ولسواليو کې د ديني مدرسو او ښوونځيو د جوړولو لپاره لا زياتې هڅې وکړي.

د جوزجان والي زیاتوي: « مونږ د هېوادوالو د دغه ډول حرکتونو او کړنو ملاتړ کو چې  د پرمختګ او ابادۍ لپاره یې کوي او مونو به خپل ماشومان ښونځیو ته د درس ویلو لپاره وهڅوو.»

د جوزجان د اقچې ولسوالي يو شمېر قومي مشران په ياده ولسوالي کې د دې ښونځي د جوړېدو هرکلى کوي او وايي چې په دې وروستيو کې نارينه او ښځينه زده‌کوونکي ښوونځيو ته د ورتګ لپاره اوږده مزلونه کول خو اوس د دې ښونځي په جوړېدو سره د زده‌کوونکو دا ستونزه به هواره شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د اقچې ولسوالي يو قومي مشر سميع الله وایي چې د دې ښوونځي په جوړېدو سره به نارينه او ښځينه زده‌کوونکي به د زده‌کړو اسانتیاو ته لاسرسی ومومي چې پخوا ورته موجودې نه وې. د دغه قومي مشر په وينا، د دې ښوونځي په جوړېدو او پرانيستل کېدو سره به د دې ولسوالي د “بتی‌کوټ افغانيه” کلي د زده‌کوونکو ٥٠ سلنه ستونزې هوارې شي.

د يادې ولسوالي اوسېدونکو له دې مخکې هم له خپلې شخصي بودجې څخه ديني مدرسې او ښوونځي جوړ کړي چې اوس سلګونه زده کوونکي پکې زده‌کړې کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام