افغان نور موتکي شرکت چې نږدې دوه میاشتې کېږي په روزګان کې یې خپل فعالیت پیل کړی، د کاري فرصتونو د برابرولو په موخه یې له خلکو څخه میلیونونه افغانۍ راټولې کړې دي.

د دغه شرکت مسوولان وايي چې تر دې دمه ورسره  ۳۰۰ کسانو نوملیکنه کړې او له دې درکه یې میلیونونه افغانۍ له خلکو راټولې کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ياد شرکت ولايتي مسول ډاکټر ګل‌محمد د دغه شرکت په اړه وايي، هر هغه کس چې غواړي له دغه شرکت سره کار وکړي، لومړی باید شرکت ته ۳۵۰۰۰ افغانۍ ورکړي او شرکت یې په بدل کې له بهرنيو هېوادونو څخه د ياد پیسو په اندازه توکي پيري او دغه کسانو ته يې په واک کې ورکوي.

ډاکټر ګل‌محمد ادعا کوي چې دوی غواړي په دغه ولايت کې ځوانانو ته د کار زمينه برابره او د روزګان سلګونه بې‌وزله ځوانانو ته کار ورکړي. که څه هم دغه ډول کار په هېواد کې نوی دی، خو د یاد شرکت ولایتي مسوول وايي چې د روزګان د والي په اجازه یې کار پیل کړی دی.

ډاکټر ګل‌محمد وویل: «دغه کسان د روزګان په سیمو کې پنځه ډوله جنسونه چې بادام، انځر، ځيره، زعفران او انجير دي، اخلي او موږ به يې خارج ته لېږو. ترڅنګ يې موږ ۲۵ډوله جنسونه د نورو هېوادونو څخه روزګان ته واردوو او پر خلکو يې پلورو. زموږ اداره موسسه نه، بلکې شرکت دی. هر کس په خپل خوښه د شرکت څخه يو جنس اخیستی شي چې د ۳۵۰۰۰ تر ۴۵۰۰۰ افغانۍ پورې بیه لري. د دې ترڅنګ موږ دغه کسانو ته نور معاشونه هم ورکوو او هر څوک چې ډېر فعاليت وکړي موږ زيات معاش ورکوو.»

هغه کسان چې په روزګان کې د دغه نوي پرانستل شوي شرکت سره نومليکنه کړې، وايي چې دغه شرکت دوی ته د مياشتې معاشونه هم ورکوي.

حبیب‌الرحمن اڅګزی چې دامهال په دغه شرکت کې کار کوي، وايي چې ۳۵۰۰۰ افغانۍ يې خپله ورکړي او ۱۰۳ کسان يې نور دغه شرکت ته ورمعرفي کړي چې د دغو فعاليتونو په ترسره کېدو سره اوس ياد شرکت نوموړي ته ۲۵۰۰ ډالر معاش ټاکلی دی. د اڅکزي په وینا، ياد شرکت هغو کسانو ته ډېر معاش ورکوي چې په زيات اندازه خلک ياد شرکت ته ورمعرفي کړي.

د روزګان اوسېدونکي له اقتصادي اړخه کمزورې دي او په ياد شرکت کې د نومليکنې لپاره یې ډېری خلکو له نورو پور ترلاسه کړی او نوملیکنه یې کړې ده.

د روزګان یو اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، سلام‌وطندار ته ویلي چې دغه شرکت کې د نوملیکنې لپاره یې خپله غوا خرڅه کړې او شرکت ته یې د نوملیکنې لپاره ۳۵۰۰۰ افغانۍ ورکړې دي.

د نوموړي په وینا، دغه شرکت ورته ویلي چې د خپل معاش ترلاسه کولو لپاره باید ورته دوه نور کسان راولي او شرکت کې نوملیکنه وکړي.

عبدالنافي چې څه موده وړاندې کابل کې په دغه ډول يوه شرکت کې کار کړی او دامهال د يوه نامعلوم برخليک سره مخ دی، وايي چې یاد شرکتونه په یوه او بله پلمه له خلکو پیسې اخلي او حکومت یې باید مخه ونیسي.

روزګان اوسېدونکي هم د ياد شرکت پر فعاليتونو اندېښنه ښيي او زياتوي چې حکومت باید د دغه ډول غلو شرکتونو مخه ونيسي.

د روزګان یو اوسېدونکي وايي: «د پروګرام په اړه موږ د روزګان د حکومتي کسانو سره خبرې کړي دي. حکومت باید د دغه شرکت کار معلوم کړي چې رښتیا دی که جعلي دی. ډېرو خلکو د نورو خلکو څخه په زر زر افغانيو پیسې قرض کړي او دغه شرکت ته يې ور وړي چې اوس يې برخلیک معلوم نه دی. دولت باید د دغه شرکت اصلي څېره خلکو ته روښانه کړي.»

په ورته مهال په روزګان کې د اطلاعات او فرهنګ رياست ځايي ادارې د سلام‌وطندار ځايي خبريال ته ويلي چې دوی به د افغان نور موتکي شرکت په اړه لومړی څېړنې وکړي او وروسته به یې په اړه پرېکړه وکړي.

خو تر يوي اوونۍ انتظار وروسته لا هم ولايتي ادارې د دغه شرکت د برخليک په اړه معلومات شريک نه کړل.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

خلک پر داسي مهال د دغه ډول شرکت فعاليتونو ته اندېښمن دي چې تر دې مخکې هم دغه ډول شرکتونو د افغانستان په نورو ولايتونو او روزګان کې د خلکو څخه پیسې وړې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام