د روزګان د امنیې قومنداني چارواکي وايي د دغه ولايت په مرکز ترينکوټ کې پرون ناوخته يو ماشوم ماين چاودنې وژلی او يو بل یې ټپي کړی دی.
د امنيه قومنداني وياند اغاولي قریشي وايي چې پېښه پرون د ترینکوټ په ديک نومي سيمه کې هغه مهال رامنځته شوې چې يادو ماشومانو د هاوان مرمۍ په يوې سرګولولې لوبې کولې.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړی زیاتوي چې د ټپې ماشوم روغتیايي حالت نازک دی او د ښې درملنې په موخه کندهار ولایت ته لېږدول شوی دی.
نوموړی سلاموطندار ته وویل: «پرون ناوخته د مرکز ترينکوټ ديک سيمه کې د هاوان سرګولولې چاودنه کړې، يو ماشوم يې شهيد کړی او يو بل ټپې دی چې د درملنې په هدف کندهار ولايت ته انتقال شوي دي. ماشومانو په دغه ناچاوده مرمۍ لوبې کولې.»
دا لومړی ځل نه دی چې په روزګان کې ملکي کسان د ناچاده توکو قرباني کیږي تردي مخکي هم په ورته پيښو کې ملکي کسانو ژوند دلاسه ورکړی وه.