د پېښو پروړاندې د چمتووالي ملي ادارې د هېواد په ۱۶ولایتونو کې د سختو بارانونو، تندر، دوړو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.

دغه اداره وایي چې د وروستیو ۴۸ ساعتونو پرمهال د بغلان په یوشمېر سیمو کې د سېلابونو له امله ۱۳۲کورونه تر یوې کچې زیانمن شوي دي.

د یادې ادارې ویاند یوسف حماد سلام‌وطندار ته وايي چې له شپږمې میاشتې وروسته د طبیعي پېښو له امله پراخ زیانونه اوښتي دي.

هغه وویل: «له شپږمې میاشتې وروسته د طبیعي پېښو له امله ۲۸۵ کسان شهیدان شوي، ۳۵۴ ټپیان شوي، ۱۸۸۴ کورونه بشپړ وران شوي، ۷۱۶۰ کورونه نیمه وران شوي، ۲۴۹ جریبه کرنیزه ځمکه تخریب شوې، ۲۲۵ جریبه نوره ځمکه نیمه تخریب شوې، ۵۷ پلچکونه ویجاړ شوي، ۴۳ جوماتونه ویجاړ شوي، ۳۸۱ د اوبو څاګانې او شبکې تخریب شوې، شاوخوا ۵۹۰ کیلومتره سړکونه ویجاړ شوي، ۵۷۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه په بشپړ ډول تخریب شوې، ۵۵۸۱۸ ونې او ۳۸۶۶ لمریزې تختې له منځه تللي دي.»

په همدې حال کې، د زیانمنو شویو ولایتونو یوشمېر اوسېدونکي د سېلابونو له امله د رامنځته شویو زیانونو په اړه اندېښنه څرګندوي.

د بدخشان د فرخار ولسوالي اوسېدونکی محمدکریم وایي: «سېلابونو د بدخشان او تخار لارې په بشپړه توګه بندې کړې دي. د خلکو کرنیزې ځمکې او کورونه سخت زیانمن شوي دي. زموږ کورونه په بشپړ ډول له منځه تللي او حتی د څښاک اوبو ته لاسرسی نه لرو. هغه ناروغان چې درملنې ته اړتیا لري، د لارو د بندېدو له امله روغتیايي مرکزونو ته نه شي رسېدلای. له حکومته مرسته شوې ده، خو بسنه نه کوي او ډېری کسان له دغو مرستو ګټه نه شي اخیستلای.»

شاه محمود، د بدخشان د تګاب ولسوالۍ اوسېدونکی دی. هغه هم واي: «سېلابونو موږ ته ډېر زیان رسولی دی. کورونه مو نړېدلي، لارې مو اوبو وړې، کرنیزې ځمکې او زراعت مو له منځه تللی دی. یو شمېر څاروي مو هم تر خاورو لاندې شوي دي. د ورځني ژوند د اړتیاوو د پوره کولو وسایل نه لرو او خلک په سخت حالت کې ژوند کوي. موږ ته نه سرپناه شته او نه هم کافي مرستې رسېدلې دي.»

بل‌خوا، د تخار د زردالو درې اوسېدونکی فرهاد وایي چې د تېرې ورځې سېلابونه بې‌ساري وو او د تګ راتګ لارې یې له نورو ولایتونو سره بندې کړې دي. «د تېرې ورځې سېلابونه زموږ په سیمه کې بې‌ساري وو. د کور شاوخوا سیمې مو اوبو وړي دي. زموږ د ولسوالۍ لارې له تخار او بدخشان سره بندې شوې دي. حیران یو چې څه وکړو، او اوس حکومت هڅه کوي چې لږ تر لږه د تخار او بدخشان لارې بېرته پرانیزي.»

د پېښو پروړاندې د چمتووالي ملي اداره زیاتوي چې زیانمنو کورنیو ته لومړنۍ مرستې رسول شوې دي او د زیانمنو خلکو سروې او د مرستو بهیر لاهم روان دی. دغه اداره یو ځل بیا له خلکو غواړي چې د بارانونو پرمهال له سېلاب‌خیزو او خطرناکو سیمو څخه د تګ راتګ څخه ډډه وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام