د هېواد د پوهنتونونو د بېلابېلو څانګو فارغان، سره له دې چې په خپلو تخصصي برخو کې یې لوړې زده‌کړې کړې دي، لاهم د کار په بازار کې له جدي ستونزو سره مخ دي.

دغه ځوانان سلام‌وطندار وایي، د کار نشتوالی او یا هم د مسلک خلاف دنده، نه یوازې د دوی مسلکي وده ټکنۍ کړې، بلکې پر اقتصادي وضعیت او شخصي ژوند یې هم منفي اغېز کړی دی.

د ننګرهار د جلال‌اباد ښار اوسېدونکی ۳۵کلن غفران چې د ژورنالېزم په برخه کې یې زده‌کړې کړي، وايي، اوس په یوه دوکان کې کار کوي. د هغه په وینا، همدې حالت یې د ژوند ډېر مهم پلانونه ځنډولي دي. «اوس په یوه دوکان کې کار کوم چې زما له څانګې سره هېڅ تړاو نه لري. له همدې امله د ژوند ډېر مهم تصمیمونه، لکه د زده‌کړو دوام او خپلواک ژوند پیل، راته ځنډېدلي دي.»

د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د دري څانګې څخه فارغه ۳۰کلنه فریبا هم ورته ستونزه لري. هغه وايي، د اقتصادي فشارونو او د دندې د ثبات نشتوالي له امله اړ شوې چې د خپلې خوښې خلاف کار وکړي. «د اقتصادي ستونزو له امله اړ شوم د ریسپشن په برخه کې کار وکړم، حال دا چې په دې برخه کې هېڅ تجربه نه لرم. که مې باثباته دنده درلودای، کولای مې شول په خپله څانګه کې مهارتونه لا پیاوړي کړم او حتی تر ماسټرۍ او دوکتورا پورې زده‌کړې وکړم.»

د هرات اوسېدونکې سمیرا چې د قابلګۍ په برخه کې یې زده‌کړې کړې دي، اوس د ښوونکې په توګه کار کوي، خو د هغې په وینا، دا دنده لنډمهالې ده او کافي عاید نه‌لري. «اوس د ښوونکې په توګه کار کوم، خو دایمي قرارداد نه لرم. معاش کم دی او د کار امنیت نشته، نو ځکه له خپلې دندې راضي نه یم.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د لوګر اوسېدونکی ۲۸کلن نقیب‌الله چې د کمپیوټرساینس پوهنځي څخه فارغ دی. هغه وايي، د مناسبې دندې د نه‌موندلو له امله ټکسي چلوي. «اوس ټکسي چلوم. عاید مې کم دی او همدې ستونزې راته اجازه نه راکوي چې د خپل راتلونکي لپاره مهمې پرېکړې وکړم.»

کارپوهان په دې باور دي چې د کار د ثبات نشتوالی او بې‌کاري د ځوانانو پر رواني وضعیت هم ژور اغېز لري. ټولن‌پوه شعیب احمدي وايي، وزګارتیا نه یوازې اقتصادي ستونزې زیاتوي، بلکې د خلکو پر رواني حالت هم منفي اغېزه کوي. «د کار د ثبات نشتوالی اقتصادي ستونزې او پر نورو د اتکا کچه لوړوي. له رواني پلوه، ناامیدي زیاتوي او د کار پر بازار او تولید هم منفي اغېز کوي.»

د کار فرصتونو کمښت، اقتصادي بې‌وزلي او د مسلکي مهارتونو او بازار ترمنځ ناسم توازن هغه مهم عوامل دي چې ډېری ځوانان یې له خپلو تخصصي برخو لرې کړي دي.

د دې ستونزې د حل لپاره، د کاري فرصتونو رامنځته کول، د مسلکي مهارتونو پیاوړتیا، او د کار بازار اړتیاوو ته د زده‌کړو برابرول اړین بلل کېږي، څو ځوانان وکولای شي د خپلې زده‌کړې مطابق دندې ترلاسه کړي او یو باثباته راتلونکی ولري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام