د یمن حوثي ډلې د عمان په خلیج کې د امریکا له لوري شوي اقدامات غندلي او هغه یې «سمندري غلا» بللې ده. دوی ویلي چې د ایراني سوداګریزو بېړیو برید او د عملې نیول د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده.
د حوثیانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د امریکا دا کړنې د نړۍ لپاره درنه بیه لري چې اکمالاتي ځنځیرونه او سمندري لېږد یې ګډوډ کړی او د خوړو او سون توکو بیې یې لوړې کړې دي.
په بیان کې همداراز ویل شوي چې دوی د هرمز تنګي کې د ایران له محدودیتونو ملاتړ کوي او دا یې د هېوادونو حق بللی چې د امنیتي ګواښونو پر وړاندې د ځان دفاع وکړي او په خپلو اوبو کې تګراتګ محدود کړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
حوثیانو خبرداری ورکړی چې «یمن د ایران، لبنان او فلسطین پر وړاندې روانو بریدونو کې بېطرفه نه دی» او ټینګار یې کړی چې د دوی دریځ په دې اړه «روښانه، ښکاره او څرګند» دی.
دغه ډله، چې د یمن پر ډېرو نفوس لرونکو سیمو په ګډون پلازمېنې صنعا کنټرول لري، تر دې وړاندې یې د ایران پر وړاندې جګړې له امله پر اسراییلو توغندي ویشتي او خبرداری یې ورکړی چې که شخړه دوام وکړي، ښايي د بابالمندب تنګی وتړي چې د سره سمندر او سویس کانال ته لار برابروي.


