د کابل ښار یوشمېر موټرچلوونکي وايي، د تېلو لوړوالی د دوی ورځنی عاید کم کړی او د کورنۍ اړتیاوې پوره کول پرې ستونزمن شوي دي.

عبدالمومن چې په کابل ښار کې ټکسي چلوي، وايي: «زه په کابل ښار کې ټکسي چلوم، څه وخت کیږي چې د تېلو بیې لوړې شوې دي او موږ له ستونزو سره مخ یو. همدغه ټکسي زموږ د کورنۍ د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو سرچینه ده او که د تېلو بیه لوړه وي، نو موږ ته هیڅ نه پاتې کیږي.»

موټرچلوونکی شفیق‌الله هم وایي چې تېرو څو اوونیو کې د تېلو بیې له ۶۰ افغانیو څخه ۷۲ افغانیو ته لوړ شوي او د ورځې په پای کې ورته دومره عاید نه‌پاتېږي چې د کورنۍ اړتیاوې پوره کړي.

هغه وویل: «زه له مسؤولینو غواړم چې د تېلو بیې راټیټې کړي، ځکه موږ اقتصادي ستونزې لرو او د سهار تر ماښامه کار کوو، خو یوازې د تېلو لګښت پوره کوو او د کورنۍ د اړتیاوو لپاره هیڅ نه پاتې کیږي.»

رشاد زلمی چې په کابل ښار کې د تېلو ټانک لري، هم د بیو لوړوالی تاییدوي. هغه وايي، د اسلامي امارت له‌خوا د بې‌کیفیته تېلو پر وارداتو بندیز د هېواد په بازارونو کې د تېلو بیې لوړې کړې دي. «اسلامي امارت د ایران له بې‌کیفیته تېلو واردات بند کړي، چې د هېواد په بازارونو کې د تېلو بیې لوړې کړي دي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشرتابه غړی، خان جان الکوزي، وايي چې اوس یوازې باکیفیته تېل هېواد ته واردیږي چې بیه یې هم لوړه ده.

هغه وویل: «د تېلو د بیو لوړوالي یوه وجه په نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیې دي، بله وجه د سالنګ لارې وضعیت دی چې لوی موټرونه نشي تېرېدای. همدارنګه اسلامي امارت د تېلو د وارداتو لپاره ځانګړی معیار ټاکلی چې د هغې له مخې د ټیټ کیفیت تېل (۸۰ او ۸۲) هېواد ته اجازه نه‌لري او یوازې ۹۰ او ۹۳ کیفیت لرونکي تېل اجازه لري. د دې له امله د تېلو بیې لوړې دي.»

د کابل ښاروالي مسوولان بیا وايي چې د نفتي توکو په بازارونو کې د پلورلو څارنه کېږي او هېڅ ټانک نه‌شي کولای په خپل سر بیې لوړې کړي.

د کابل ښاروالي ویاند نعمت‌الله بارکزي وویل: «اوس مهال، د ۸۲ کیفیت تېل نور نه واردېږي او یوازې ۹۰ کیفیت تېل هېواد ته راځي. علت یې د ټیټ کیفیت تېلو زیانونه دي، او له همدې امله دولت د دې واردات بشپړ بند کړي دي. اوس هغه ټانکرونه چې بې‌کیفیته تېل لري، بیرته ګرځول کېږي. له همدې امله د ۸۰ او ۸۲ کیفیت تېل په بازار کې شتون نه لري او بیې یې لوړې شوي دي.»

افغانستان د نفتي توکو واردوونکو هېوادونو څخه دی او په نړیوالو بازارونو کې بدلونونه د کورنیو بازارونو بیو باندې اغېز کوي. همدارنګه، د بې‌کیفیته تېلو پر وارداتو بندیز دا سبب شوی چې پلورونکي ارزانه تېلو ته لاسرسی ونه‌لري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام