د چرګانو فارملرونکو سراسري ټولنې مسوولانو نن یکشنبه کابل کې یوې غونډې ته وویل، د اسلامي امارت بیا ځلې واکمنېدو راهیسې هېواد کې د چرګانو غوښې تولید ډېر شوی.
د چرګانو فارملرونکو اتحادیې مرستیال توریالي همت وویل، دامهال افغانستان کې څه باندې ۱۳ زره او ۵۰۰ د چرګانو لوی او کوچني فارمونه فعاله دي.
دغه فارمونه د ورځې له ۱.۲ میلیون نیولې تر ۱.۴ میلیون کیلوګرام پورې غوښه تولیدوي او د افغانستان د بازار اړتیاووې تامینولی شي.
خو هغه له هېواده بهر د چرګانو غوښې صادراتو لپاره د زمینې نهشتون څخه شکایت کوي.
«د اسلامي امارت له حاکمیت وړاندې مو ۷۰۰زره کیلو د چرګانو غوښې واردات لرل او د ورځې سل میلیون افغانۍ بهر ته تللې. خو د اسلامي امارت له واکمنېدو را وروسته د چرګانو غوښې واردات بند شوي او ټوله غوښه هېواد کې تولیدیږي.»
د چرګانو فارملرونکو ټولنې مسوولان زیاتوي چې دغه سکتور کې د ۱.۵ میلیارد ډالرو په ارزښت پانګونه شوې او هېواد کې یې ۱۲۰ زره کسانو ته کاري فرصتونه برابر کړي دي.
د چرګانو فارملرونکو اتحادیې مرستیال توریالي همت له سرپرست حکومته وغوښتل چې حکومتي ادارو کې له کورنیو تولیداتو استفاده وکړي.
ورته وخت کې د چرګانو یوشمېر فارملرونکي د بازار له نهشتون شکایت کوي او وايي، له دې لارې ډېره کمه ګټه ترلاسه کوي.
په اړه یې د لغمان د چرګانو فارمونو اتحادیې مشر او د چرګانو فارملرونکي حبیبالله نیازي وویل:
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
«لغمان او ټول افغانستان کې په پوره اندازه د چرګانو غوښه تولیديږي، خو د دغه سکتور ډېری کارکوونکي د بازار نه شتون څځه شکایت کوي. مونږ غواړو چې له افغانستانه بهر هم د تولیداتو لپاره مو بازار موندنه وشي.»
ورته وخت کې یوشمېر نور چرګانو فارملرونکي وايي، د تېر کال وروستیو څلورو میاشتو کې یې ان یو کیلو د چرګ غوښه له ۹۰ تر ۱۱۰ افغانۍ پلورلې چې دوی ته یې دروند زیان اړولی دی.
د چرګانو فارملرونکي دواجان صاحبي له حکومته وغوښتل چې د چرګانو غوښې پلورلو په برخه کې له دوی سره هوکړهلیک لاسلیک کړي.
دې سره د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت مسوولان وايي، دغه وزارت د هېواد په سطحه د چرګانو فارملرونکو اتحادیې د ستونزو حل لپاره هڅې کړي دي.
د دغه وزارت مرستیال صدراعظم عثماني له بهر مېشتو پانګوالو وغوښتل چې هېواد دننه کې پانګونه وکړي.
دې سره د چارو ادارې مشر نورالحق انور وویل، د اسلامي امارت مشر د یوه فرمان په صادرولو سره له دغې ادارې غوښتي چې د پانګوالو پر وړاندې ټولې ننګونې له منځه یوسي.
ده وویل، دغه فرمان کې ویل شوي، هغه کسان چې د پانګوالو پر وړاندې خنډ رامنځ ته کوي، د اثبات په صورت کې به مجازات شي.
«څوک حق نهلري چې د پانګوالو پر وړاندې ستونزې جوړې کړي او حکم صادر شوی، که چا دا کار وکړ او پرې ثابت شو، د فرمان پر اساس به مجازات شي.»
د چرګانو فارملرونکو سراسري ټولنې مسوولانو په وینا، دامهال هېواد کې شاوخوا ۱۵۰ د هګۍ ورکولو چرګانو فارمونه فعالیت لري چې د بازار ۱۵ سلنه اړتیاووې تامینوي.


